کریکټ: د زیمبابوې کپټان کلیسا ته د خدمت لپاره کریکټ پرېښود

ټټنډا ټابیو د انځور حقوق
Image caption ټټنډا ټابیو د خپل هېواد لپاره ۱۱ کاله نړیوالې لوبې وکړي او د کریکټ په تاریخ کې د ټست سیالیو تر ټولو ځوان کپټان بلل کېده.

د زیمبابوې ویکټ ساتونکي او تکړه منډه جوړونکي ټټنډا ټابیو کلیسا ته د خدمت کولو په موخه له نړیوالې کریکټ لوبې خپله استعفا اعلان کړه.

ټایبو د زیمبابوې ملې لوبډلې ته ټولټال ۲۸ ټیست او ۱۵۰ یوه ورځنۍ سیالۍ کړي دي، دی اوس ۲۹ کلن دی، ده خو استعفی وکړه خو د ده په عمر لا هم په نړیواله کچه لسګونه لوبغاړي کریکټ کوي.

د ده استعفی ډېرو ته هېښوونکې ده، ده ټیک په هماغه ورځ خپله استعفی اعلان کړه چې د ۲۰۱۲ کال د سپتمبر ۲۰ اوریزو نړیوالو سیالیو ته د زیمبابوې ملي لوبډله اعلان شوه، په لوبډله کې د ده نوم هم لا شته دی.

ده د خپل هېواد لپاره ۱۱ کاله نړیوالې لوبې وکړي او د کریکټ په تاریخ کې د ټست سیالیو تر ټولو ځوان کپټان بلل کېده، ده دا اوس اوس د نیوزلینډ په وړاندې د ګوتې د ټپ له کبله سیالیو کې برخه وانخیسته.

نوموړي د کریکټ د نړیوالې شورا ویبپاڼې ته ویلي: '' زه ویاړم چې خپل هېواد ته مې لوبې کړي دي، خو اوس زما اصلي او رښتینې دنده د خدايي چارو ترسره کول دي، اوس د دې وخت را رسیدلی چې د ژوند دغې برخې ته هم ډېر پام وکړم''.

ده خپله لومړنۍ لوبه په ۲۰۰۱ کال کې ترسره کړه، او له هاغې وروسته په ملي ټیم کې یې ځان ته ښه ځای جوړ کړ، سره له دې چې د زیمبابوۍ له کریکټ بورډ سره ځېنې ستونزې هم پیدا شوې.

دی وروسته بیا د زیمبابوۍ د ملي لوبډلې له کپټانۍ لېرې کړل شو، او په ۲۰۰۵ کال کې یې خپلې کورنۍ ته د ورپېښو ګواښونو له کبله د لږ وخت لپاره کریکټ هم پرېښود.

دی په ۲۰۰۶ کال کې په دې موخه جنوبي افریقا ته ولاړ چې هلته به د غوراوي له څلور کلن بهیره وروسته د دغه هېواد نړیوالو لوبو ته لار مومي، خو په ۲۰۰۷ کال کې یو وارې بیا د زیمبابوۍ ملي لوبډلې کې راڅرګند شو.

ده د خپل هېواد پر کریکټ بورډ په وار وار دا نیوکه کړې چې دغلته یې د کریکټ د ودې لپاره ډېر څه نه دي کړي.

د ده یوه تر ټولو غوره لوبه په ۲۰۰۵ کال کې د بنګلدیش په وړاندې یوه ټسټ سیالي وه چې د ۸۵ رنزونو په جوړولو یې خپله لوبډله له ماتې وژغوره او لوبه یې مساوي کړه او د همدغې لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

ورته مطالب