لندن اولمپيک امنيت ته سرتېري گمارل کيږي

Image caption نوي امنيتي کارکوونکي به پر هغو ٧٥٠٠ سربېره وي چې د مخه د لوبو د سيمو خونديتوب ته منل شوي دي.

د برتانيا حکومت اړ شو چې د اولمپيک د ژر کېدونکو لوبو د خونديتوب په اړه اندېښنو ته ځواب ووايي.

دا اندېښنې تر هغه وروسته راپورته شوې چې جوته شوه د لوبو د خونديتوب لپاره نورو ٣٥٠٠ امنيتي کارکوونکو ته اړتيا ده.

د کورنيو چارو وزيرې تېرېسا مې ډاډ ورکړ چې د لوبو له امنيت سره به په هېڅ ډول سر سري چلند نه کېږي

"دا به له دويمې نړيوالې جگړې راهيسې په دې هېواد کې تر ټولو پراخ او خورا پېچلي امنيتي اقدامات وي. د پوليسو او دغه راز امنيتي او استخباراتي ادارو پلانونه پوره چمتو شوي دي. بېړنۍ پلان جوړونه زموږ په امنيتي تدبيرونو کې مرکزي ځاى لري او دا د دې لپاره چې هسې نه په دې وروستي پړاو کې د کوم بدلون اړتيا پېښه شي. د لوبو امنيتي پلان په چټکۍ سره اوښتلى شي، نو ځکه موږ په لوى لاس انعطاف په پام کې نيولى چې ننگونو ته ځواب وويلى شو."

آغلې مې وويل يوازې د چارشنبې په ورځ (جولای/۱۱) – تر لوبو ۱۶ ورځې دمخه جوته شوه چې د لوبو خونديتوب ته گومارل شوى خصوصي امنيتي شرکت – G4S پوره روزل شوي کارکوونکي نه لري.

نوي امنيتي کارکوونکي به پر هغو ٧٥٠٠ سربېره وي چې د مخه د لوبو د سيمو خونديتوب ته منل شوي دي.

د مخالف کارگر گوند د کابينې يوه مخکني غړي کيث واز پر دغه خصوصي شرکت تور ولگاوه چې له هېواد سره يې ناځواني کړې او ځکه د عسکرو استولو ته اړتيا پېښه شوې ده.

له G4S شرکت سره د لندن د اولمپيک لوبو سمبالوونکي جرگه گۍ تړون کړى و چې د لوبو د خونديتوب لپاره د اړينو څه باندې ٢٣ زرو امنيتي کارکوونکو له ډلې نه څه باندې ‍۱۰ زره چمتو کړي.

شرکت د ځان په سپيناوي کې ويلي چې د امنيتي دندو لپاره د سپارل شويو غوښتنليکونو اوږدو ارزونو دغه ځنډ رامنځ ته کړى دى.

ټاکل شوې ده د امنيتي دندو لپاره د اړينو کارکوونکو کمښت به د پوځيانو، زده کوونکو او رضاکارانو د گومارنې له لارې پوره شي.

د برتانيا د لومړي وزیر دفتر گواښنه کړې چې دغه خصوصي امنيتي شرکت بايد د خپل تړون په پلي کولو کې د پاتې راتگ عواقبو ته ځواب ووايي.

د دغې امنيتي دندې د سرته رسولو لپاره G4S شرکت ته نژدې نيم ميليارد ډالر ورکړ شوي دي.

ورته مطالب