تېز بالر برېټ لي نړیوال کرېکټ پرېښود

 برېټ لي
Image caption برېټ لي په یو ورځنۍ کرېکټ سياليو کې ۳۸۰ وېکټې اخيستې دي.

برېت لي د ۲۰۱۰ کال په فبرورۍ کې له ټېسټ کرېکټ سره خدای په اماني کړې وه او دا دی اوس يې له یو ورځنۍ کرېکټ لوبو هم لاس واخيست.

برېټ لي په ۲۲۱ يو ورځنۍ سياليو کې د ۲۳ اعشاريه ۳۶ په اوسط منډو ورکولو سره ۳۸۰ وېکټې، او په ۷۶ ټيسټ سياليو کې يې ۳۱۰ وېکټې اخيتسې دي.

هغه د بل اسټراليايي بالر ګلېن مېګرا له ريکارډ نه چې په يو ورځنيو سیاليو کې يې تر ټولو ډېرې وېکټې ترلاسه کړي يوازې یوه وېکټه وروسته پاتې دی.

برېټ لي په ۱۹۷۶ کې د نيو ساوت ويلز په ښار کې زېږېدلی دی.

ده خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه د هند خلاف په ۱۹۹۹ کې وکړه او د ۴۷ منډو په ورکولو يې پنځه هندي لوبغاړي وسوځول.

په ۲۰۰۸ کال کې د کال غوره کرېکټر ونومول شو او د الن بارډر مډال يې وګاټه.

برېټ لي د کرېکټ په ډګر کې د نړۍ يو ډېر غوره تېز بالر وو.

ده په ۲۰۰۵ کې د نيوزي لنډ خلاف په يوه لوبه کې د نړۍ دويم تر ټولو تېز بال وکړ چې چټکتيا يې په ساعت کې ۹۹،۹ ميله وه.

د انګلنډ پخواني کپتان مايکل وان په ټويټر کې برېټ لي ته خپل مراتب وړاندې کړي او د هغه د کرېکټ دوره يې ستايلې ده.

ورته مطالب