د قطر لپاره په اولمپيک کې تاريخي پرېکړه

د انځور حقوق Reuters
Image caption دغه پړېکړه چې ښځینه لوبغاړي د لندن اولمپيک لوبو ته واستول شي، د قطر په تاریخ کې په لومړي ځل کېږي.

ټاکل شوې قطرۍ نښه ویشتونکې بهیه الحماد د ۲۰۱۲ کال د لندن د اولمپيک لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې، چې د جولاى په ۲۷ تر سره کېږي، د خپل هېواد بېرغ ولېږدوي.

دا اعلان چهارشنبه (د جولای ۱۲) د قطر د اولمپيک کمېټې د خپل ټوېټر په پاڼه وکړ.

دغه ۱۹ کلنه قطرۍ د څلورو نورو مېرمنو په ډله کې ده چې هېواد يې په لومړي ځل د اولمپيک لوبو ته پرېږدي.

په دې سره قطر د خلیج په هېوادونو کې لومړنی هېواد دی چې ښځینه لوبغاړي د سږ کال اولمپيک لوبو ته استوي.

۱۹ کلنه حماد وايي له خوښیو په کالو کې نه ځاېږي چې د اولمپيک په پرانیستونکي مراسمو کې به د خپل هېواد بېرغ لېږدوي.

بهیه الحماد به د ۱۰ مترو په نخښه ويشتلو کې برخه واخلي.

دا وايي، دا "د سپورت په ډګر کې يوه ډېره تاریخي پېښه ده".

بهیه الحماد تر دې وړاندې د ۲۰۱۱ کال په عربي لوبو کې درې وارې لومړۍ راغلې او په عربي اتلولیو کې يې یو وار د سپينو زرو مډال هم ګټلی دی چې همدا سږ کال، د مارچ په میاشت کې تر سره شو.

ټاکل شوې بهيه له خپلو دریو نورو هېوادوالو لکه لامبووهونکې نادا محمد وفا ارکجي، ځغاستونکې نور المالکي او ټېنېس لوبغاړې ایا مجدي سره د لندن په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړي.

دغه پړېکړه چې ښځینه لوبغاړي د لندن اولمپيک لوبو ته واستول شي، د قطر په تاریخ کې په لومړي ځل وروسته له هغه کېږي چې د اولمپيک نړېوالې کمېټې پر دغه هېواد خپل فشارونه ډېر کړل.

ورته مطالب