لندن اولمپيک ته د لوبغاړو ورتګ پيل شوی

المپيک لوبو ميدان د انځور حقوق AP
Image caption د لندن په المپيک کې د ۱۵۰ هېوادونو زرګونه لوبغاړي برخه اخلي.

په داسې حال کې چې د لندن اولمپيک پيل ته يوازې ۱۰ ورځې پاتې دي، په دغو سياليو کې د ګډون لپاره د زرګونو لوبغاړو او تنظيموونکو ورتګ د دوشنبې له ورځې پيل شو.

نن سه شنبه به د لندن د هيترو په مرکزي هوايي ډګر کې نژدې ۲۳۷زره مسافر ښايي ښکته شي.

په لندن کې د اولمپيک دغو لوبو ته د ۱۵۰ هېوادو ټولټال ۱۰۲۷ ډلې ورځي چې په هغو کې لوبغاړي او د هغوی لارښوونکي او روزونکي شامل دي.

د لندن ښاروال بورس جانسن وايي، "لندن دومره د اولمپيک لپاره چمتو دی چې بل هېڅ ښار په دومره وخت کې نه وو تيار شوی."

د لوبغاړو او د دوی د روزنکو لپاره په ايسټ لندن کې يو کلی جوړ شوی چې دغه لوبغاړي به هلته دېره وی.

د اولمپيک پر مهال د منع شويو درملو د معلومولو لابراتوارونو هم خپل کار پيل کړی دی.

له دغې لابراتواري ازموینې به ډيری لوبغاړي تېريږي، په ځانګړي ډول هغه چې مډالونه لري.

د اولمپيک لوبې د لندن په زړه کې په بېلا بيلو ميدانونو کې د جولای په ۲۷تمه ترسره کېږي.

تر دې وړاندې د اولمپيک سيالۍ په چين کې تر سره شوې وې، چې ډير زيات لګښت پرې راغلی وو.

ورته مطالب