کندهاري لوبغاړو کپ وګاټه خو دندې یې وبايللې

Image caption پرله پسې اتلولۍ د کندهار د کريکت لوبغاړو ته د دندو د بایلولو په بیه تمامی شوې

د سویلي ولایت کندهار د کريکټ منتخبې لوبډلې په روان کال کې د افغانستان په کچه په سیالیو کې د دویم ځل لپاره اتلولې خپله کړه.

د کريکټ دغه سیالۍ چې په پلازمینې کابل کې د هیواد د پنځو زونونو تر منځ ترسره شوې کندهاري ځوانانو د کابل منتخبه لوبډله پرګوڼډو کړه او د دغو سیالیو اتلولي يې وگټله.

دغه سیالۍ چې شاوخوا دوې میاشتې وغځېدې ، لومړى د کندهار منتخبې لوبډلې د ۲۵ لوبډلو په منځ کې لومړى ځای خپل کړ او بیا د افغانستان په کچه پنځو غوره لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ جام پورته کړ .

خو دغه دوې پرله پسې اتلولۍ د کندهار د کريکت لوبغاړو ته د دندو د بایلولو په بیه تمامی شوې.

لوبغاړي وایي د دوو میاشتو لپاره خپلو دندو ته د نه حاظریدو په خاطر له دندو شړل شوي .

په افغانستان کې د ځوانانو لپاره د کار روزگار موندل اسانه نه دي او په ځانگړې توگه په جنگ ځپلو سويلي ولايتونو کې بې روزگاري خورا زياته ده.

د کندهار د لوبډلې ويکټ ساتونکي سميع الله پر سیمه يیزو چارواکو نیوکه وکړ ه چې ورسره يې هیڅ ډول همکاری نه ده کړې.

د کندهار د کريکټ منتخبې لوبډلې په تیرو څو کلونو کې شيږ ځله دافغانستان په کچه په سیالیو کې لومړى ځاى خپل کړى دى .

د یادولو ده چې په کندهار کې لاهم د کريکټ لوبغاړي پر سپیرو ډاګونو لوبې او تمرینونه ترسره کوي .

په تیرو څو کلونو کې مرکزي چارواکو د کريکټ د لوبغالي د جوړولو وعدې کړي خو په عمل کې هیڅ هم نه دې ترسره شوي. .

ورته مطالب