په اولمپيک کې جنسیتي وېش

د خپريدو وخت: 08:42 گرینویچ - جمعه 20 جولاې 2012 - 30 چنګاښ 1391

په اولمپيک کې جنسیتي وېش

څه باندې ۱۰۰۰۰ لوبغاړي د ۲۰۱۲ کال په اولمپيک لوبو کې د ګډون لپاره تيارۍ نیسي. ټاکل شوې سږ کال د ښځینه لوبغاړو په شمېر کې ۴۰ فیصده ډېروالی راشي. د اولمپيک د نړېوالې ټولنې د پر له پسې فشارونو په پايله کې، دریو هغو مسلمانو هېوادونو، چې په تېر کې يې د هر ډول فشار مقامومت کاوه ښوولې چې چمتو دي سږنیو لوبو ته د خپل هېواد ښځینه لوبغاړي هم ولیږي. دا په یوه پېړۍ کې د اولمپيک په لوبو کې د جنسیتي وېش اوج دی. پر نورو تصويرونو کېکاږئ چې د نورو هغه لوبو په اړه معلومات تر لاسه کړئ چې په اولمپيک کې د ښځينه لوبغاړو د هلو ځلو او بریاوو ښکارندويي کوي.

عکس کېکاږئ چې نور معلومات ترلاسه کړئ

  • د اولمپيک نورې لوبې
  • په دغه کال اولمپيک لوبې نه وې
  1. اتن ۱۸۹۶

    د صفر په کچه

    اتن ۱۸۹۶ د صفر په کچه

    د اولمپيک د نړېوالې کمېټې بنسټ ايښودونکی وايي:

  2. پاريس ۱۹۰۰

    اول ۱۱

    پاريس ۱۹۰۰ اول ۱۱

    د اولمپيک په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره ۱۱ مېرمنو ګډون کړی وو د لومړنۍ ښځه چې لومړی مډال يې یوړ برتانوۍ شارلت کووپر وه.

  3. ١٩٠٤

  4. ١٩٠٨

  5. ستاکهلم ۱۹۱۲

    ښځينه لامبووهونکي

    ستاکهلم ۱۹۱۲ ښځينه لامبووهونکي

    د مېرمنو لپاره د لامبو لوبه د لومړي ځل لپاره د اولمپيک په دوبنيو لوبو کې وړاندیز شوې خو د امریکا ډلې خپل ښځينه لوبغاړو ته اجازه ورنه کړه چې ولوبيږي. د امریکا ښځينه لوبغاړو ته وويل شول چې د ټولې لوبې په ترڅ کې دې اوږدې لمنې واغوندي.

  6. ١٩١٦

  7. ١٩٢٠

  8. پاریس ۱۹۲۴

    د امریکايۍ لامبوهونکې سېبېل بریا

    پاریس ۱۹۲۴ د امریکايۍ لامبوهونکې سېبېل بریا

    همدا کال د امریکا لامبووهونکې سېبېل د ښځینه لامبو په ۱۰۰ مترۍ کې د سرو زرو مډال وګاټه.

  9. ١٩٢٨

  10. ١٩٣٢

  11. برلين ۱۹۳۶

    د نژادي توپير کمول

    برلين ۱۹۳۶ د نژادي توپير کمول

    د دې کال په لوبو کې لويز سټوکس او ټېدي پکېټ لومړنۍ تور پوستې امریکايانې وې چې د امریکا لپاره لوبېدلې.

  12. ١٩٤٠

  13. ١٩٤٤

  14. لندن ۱۹۴۸

    لومړنۍ تورپوستې امریکايۍ مډال وګاټه

    لندن ۱۹۴۸ لومړنۍ تورپوستې امریکايۍ مډال وګاټه

    الېس مېرې کووچمن لومړنۍ تورپوستې امریکايۍ وه چې په اولمپيک کې يې د سرو زرو مډال وګاټه.

  15. هېلسنګي ۱۹۵۲

    اس ځغلونه په ګډه

    هېلسنګي ۱۹۵۲ اس ځغلونه په ګډه

    په همدې کال د اس ځغلونې لوبه په کې د نارینه وو تر څنګ ښځو ته اجازه ورکړای شوه چې په ګډ ټيم کې له سړیانو سره یو ځای ولوبيږي. په دې لوبه کې هېوادونه د دې اجازه لري چې په خپل ټيم کې تر ټولو ښه لوبغاړي که ښځينه وي که نارينه شامل کړي.

  16. ١٩٥٦

  17. ١٩٦٠

  18. ١٩٦٤

  19. ١٩٦٨

  20. میونیخ ۱۹۷۲

    په ۶۹ کلنې کې

    میونیخ ۱۹۷۲ په ۶۹ کلنې کې

    برتانوۍ لورنا جانسټون تر ټولو د پاخه عمر لرونکې لوبغاړې وه چې په لوبه کې يې برخه واخیسته.

  21. ١٩٧٦

  22. ١٩٨٠

  23. لاس انجلېس ۱۹۸۴

    لومړی مقام

    لاس انجلېس ۱۹۸۴ لومړی مقام

    مراکشۍ نوالامتوکل لومړنۍ مسلمانه او افریقایۍ وه چې د خڼدونو په ځغاسته کې يې لومړی مقام وګاټه. د دې بریا ټول هغو کسانو ته ځواب و چې ويل يې مېرمنې په ځانګړې بیا مسلمانې هغه په سپورت کې نشي پر مخ تللی.

  24. سيول ۱۹۸۸

    د سرو زرو ۶ مډالونه

    سيول ۱۹۸۸ د سرو زرو ۶ مډالونه

    د ختيځ جرمني کریستين اوتو لومړنۍ مېرمن وه چې په اولمپيک لوبو کې يې د سرو زرو شپږ مډالونه وګټل.

  25. بارسلونا ۱۹۹۲

    ۳۵ او لا هم ډېريږي

    بارسلونا ۱۹۹۲ ۳۵ او لا هم ډېريږي

    د اولمپيک له پيله يوه پېړۍ وروسته په بارسلونا کې له ۱۶۹ هېوادونو نه ۳۵ يې لوبو ته خپل د هېواد ښځينه لوبغاړی نه پرې ښودې. په دغه ډله کې د منځنۍ ختیځ مسلمانو هېوادونو تر ټولو ډېر مقاومت کاوه.

  26. اتلانتا ۱۹۹۶

    له ايرانه

    اتلانتا ۱۹۹۶ له ايرانه

    لیدا فریمن لومړنۍ ایرانۍ وه چې د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته يې د اولمپيک په لوبو کې ګډون وکړ. دا لومړنۍ مېرمن وه چې ایرانۍ بيرغ يې په لوبغالي کې په پرانیستوونکې مراسمو کې ولېږداوه.

  27. سېدني ۲۰۰۰

    د بحرین استازي

    سېدني ۲۰۰۰ د بحرین استازي

    لامبووهونکې فاطمه حميد ګېراشي او ځغاستونکې مریم محمد حلیلي لومړنۍ مېرمنې وې چې په اولمپيک لوبو کې يې د بحرین استازيتوب کاوه. بحرین یو وار وړاندې هم په ۱۹۸۴ کال کې مېرمنې د معیوبینو یوې لوبې ته استولې وې.

  28. اتن ۲۰۰۴

    افغانه روبینه جلالي

    اتن ۲۰۰۴ افغانه روبینه جلالي

    دغه کال افغانې روبینې جلالي چې روبینه موقیمیار يې هم بولي د نړېوالو پام هغه وخت ځان ته را واړوه چې له خپل پړوني سره يې لوبه کوله.

  29. بیجینګ ۲۰۰۸

    د دودونو ماتول

    بیجینګ ۲۰۰۸ د دودونو ماتول

    په دې کال کې دوو مسلمانو هېوادونو (اماراتو او عمان) په لومړي ځل ښځينه لوبغاړي اولمپيک لوبو ته پرې ښودې.

  30. لندن ۲۰۱۲

    %١٠٠

    لندن ۲۰۱۲ %١٠٠

    دریو مسلمانو هېوادونو لکه سعودي، برونيې او قطر چې پخوا يې هېڅکله ښځينه لوبغاړي د اولمپيک لوبو ته نه وې پرې ايښې ښوولې چې سږ کال به مېرمنې په لومړي ځل په لوبه کې د ګډون لپاره لندن ته پرېږدي.

لوبغاړي او هېوادونه

دا لاندنۍ ګراف په اولمپيک لوبو کې د مېرمنو ډېرېدل ښيي.

xx% د هغو هېوادونو فیصدي چې ښځينه لوبغاړي د اولمپيک لوبو ته استوي.
xx% په اولمپيک لوبو کې د ښځینه لوبغاړو فیصدي

اتن
۱۸۹۶
پاريس
۱۹۰۰
سنټ لويس
١٩٠٤
لندن
١٩٠٨
ستاکهلم
۱۹۱۲
انترپ
١٩٢٠
پاریس
۱۹۲۴
امستردام
١٩٢٨
لاس انجلس
١٩٣٢
د هغو هېوادونو فیصدي چې ښځينه لوبغاړي د اولمپيک لوبو ته استوي. 0% 2% 1% 2% 2% 2% 4% 10% 9%
په اولمپيک لوبو کې د ښځینه لوبغاړو فیصدي 0% 21% 8% 18% 39% 45% 45% 54% 49%
برلين
۱۹۳۶
لندن
۱۹۴۸
هېلسنګي
۱۹۵۲
ميلبورن
١٩٥٦
روم
١٩٦٠
توکيو
١٩٦٤
مکسيکو سټي
١٩٦٨
میونیخ
۱۹۷۲
مونتريال
١٩٧٦
د هغو هېوادونو فیصدي چې ښځينه لوبغاړي د اولمپيک لوبو ته استوي. 8% 9% 11% 16% 11% 13% 14% 15% 21%
په اولمپيک لوبو کې د ښځینه لوبغاړو فیصدي 53% 56% 59% 54% 54% 57% 48% 54% 72%
مسکو
١٩٨٠
لاس انجلېس
۱۹۸۴
سيول
۱۹۸۸
بارسلونا
۱۹۹۲
اتلانتا
۱۹۹۶
سېدني
۲۰۰۰
اتن
۲۰۰۴
بیجینګ
۲۰۰۸
لندن
۲۰۱۲
د هغو هېوادونو فیصدي چې ښځينه لوبغاړي د اولمپيک لوبو ته استوي. 22% 23% 26% 29% 34% 38% 41% 42% 44%
په اولمپيک لوبو کې د ښځینه لوبغاړو فیصدي 68% 67% 73% 80% 86% 96% 96% 96% 100%

Images: Getty, AP, The British Horse Society

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .