لندن اولمپيک کې ازاد لوبغاړي ته اجازه ورکړل شوې

ګور ماريل د انځور حقوق AP
Image caption هغه مهال چې مارييل له سوډان نه امريکا ته ولاړ عمر يې ايله اته کاله وو، خو اوس ۲۸ کلن دی.

د اولمپيک نړيوالې کمېټې د لندن په اولمپيک کې هغه لوبغاړي ته د ګډون اجازه ورکړې چې د يوه هېواد پاسپورټ هم نه لري.

دغې کمېټې د شنبې په ورځ ګور مارييل ته چې اصلي ټاټوبی يې جنوبي سوډان او اوس په امريکا کې اوسېږي د ازاد لوبغاړي په توګه د مراتهون منډو په سيالۍ کې د ګډون اجازه ورکړې.

له مارييل سره د هېڅ هېواد پاسپورټ نه شته او د هېڅ هېواد د ملي اولمپيک کمېټې استازيتوب نه کوي.

د اولمپيک د نړېوالې کمېټې ویاند مارک ايډمز وايي دا د اولمپيک په تاريخ کې د خپل ډول لومړنۍ پېښه ده.

مارييل، اسوشييټېډ پرس خبري اژانس ته ويلي: "د جنوبي سوډان غږ اورېدل شوی او په دې نړۍ کې ځای ورکړل شوی دی. زه په لوبو کې د جنوبي سوډان استازيتوب نه کوم، خو په دې لوبو کې د شاملېدو خوب مې پوره شو."

جنوبي سوډان تېر کال خپلواکي واخیسته او د اولمپيک ملي کمېټه نه لري.

مارييل په ماشومتوب کې له جنوبي سوډان نه امريکا ته تللی وو.

له ده سره تر نامعلومې مودې د اوسېدو په تړاو د امريکا سند شته، خو دی د امريکا پېژند پاڼه نه لري.

هغه مهال چې مارييل له سوډان نه امريکا ته ولاړ عمر يې ايله اته کاله وو، خو اوس ۲۸ کلن دی.

ورته مطالب