افغانستان _اسټراليا کريکت لوبې ټکټ بيه څرگنده شوه

Image caption دغه لوبه د اگست په ٢٥ نېټه کېدونکې ده

په متحدو عربو اماراتو کې رسنيو د هغه هېواد د کريکټ بورډ له خولې رپوټ ورکړى دى چې د اسټراليا او افغانستان ترمنځ د رسمي يو ورځنۍ نړيوالې لوبې لپاره ټکتونه د لوبې تر پيل ١٠ ورځې وړاندې بازار ته وړاندې کيږي.

دغه لوبه د اگست په ٢٥ نېټه کېدونکې ده او ويل شوي چې د ټکټونو بيه به يې ٥٠ درهمه وي چې نژدې ١٥ امريکايي ډالره کيږي.

د کريکټ د نړيوالې شورا مشر اليک ايسيک له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دى خوښ دى چې اسټراليا له افغانستان سره لوبې ته چمتو شوې ده.

ښاغلي ايسيک زياته کړه چې له پاکستان سره د افغانستان لوبې وښوده چې له افغانستان سره لوبه خورا ډېر مينه وال پيدا کوي.

اسټراليا تر دغې لوبې وروسته له پاکستان سره لوبې لري او تر هغه وروسته بيا په سرېلنکا کې د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو لپاره خوځېږي.

افغان لوبډله به له استراليا سره تر لوبې وروسته ويسټ انډيز ته ځي چې هلته له بنگله ديش او ځايي ټاپوگانو سره په شل اوريزو سياليو کې لوبه وکړي.

د اسټراليا د کريکټ بورډ اداري مشر جېمز سترلنډ له خولې رسنيو لپکلي چې دوى په افغانستان کې د کريکټ لوبې په غوړېدلو خوښ شوي او اغېز يې پرې کړى دى او هيله لري چې له افغان لوبغاړو سره په لوبه به کريکټ لا ډېر وغوړيږي.

د افغانستان د امنيت شرايطو ته په پام سره تر اوسه کومې لوبډله هلته لوبې ته زړۀ نه دى ښه کړى په همدې دليل افغانستان خپلې لوبې د شارجې پر لوبغالي کوي.

د شارجې په کريکت لوبغاړي کې به د افغانستان او اسټراليا لوبه ٢٠٥ مه نړيواله يوه ورځنۍ رسمي لوبه وي چې په بل هيڅ يوه لوبغالي کې دومره لوبې نه دي شوي.

ورته مطالب