فهیم رحیمي د اولمپیک مډال غواړي

فهيم رحيمي د انځور حقوق Reuters
Image caption وزن پورته کوونکی فهیم رحیمي د کابل په ښار کې موټر چلونکى دى

سږ کال د اولمپيک په نړيوالو سياليو کې چې دلته په لندن کې ترسره کېږي افغان لوبغاړي هم برخه لري.

دا مهال يو شمېر افغان لوبغاړي په لندن کې دي او غواړي له نورو نړيوالو سيالانو سره لوبې وکړي.

د دغو لوبغاور په ډله کې يو هم وزن پورته کونکى فهيم رحيمي دى.

خو پوښتنه دا ده چې ښاغلى رحيمي د کومو هيلو سره د لندن په سياليو کې برخه اخلي؟

وزن پورته کوونکی فهیم رحیمي د کابل په ښار کې موټر چلونکى دى.

د نوموړي یوه پښه په افغانستان کې د ۹۰ لسیزې د کورنیو جګړو د پاتې شوني ماین د چاودنې له امله پرې شوي ده.

د فهیم رحیمي ټينگ هوډ هغه له خپلو ۸۰۰ زره نورو معلولو افغانانو نه بېل کړی دی.

فهیم وايي هيله یې له لاسه نه ده ورکړې او غواړي خپل ژوند ته د یو صحت مند انسان په څېر ادامه ورکړي.

ښاغلې فهیم وايي لومړیو ورځو کې نهيلى وم، نورو خلکو ته به مې چې کتل، چې هغوی منډې وهي زه يي نشم وهلی، قوټبال به يي کاوه ما نشو کولی، ډېر داسې نور کارونه و چې نورو کولی شوی ولې ما نشو کولی او دا زما لپاره ډېره خواشینوونکې خبره وه.

د فهیم رحیمي لپاره تر موټر چلولو، چې په ورځ کې تر لسو ډالرو لږ عاید ځينې ترلاسه کوي، سپورټ غوره چاره ده.

نوموړی د خپل ملت په استازيتوب د اولمپیک په سیالیو کې د برخې اخیستو په نیت لندن ته راغلی.

فهیم که د لنډې مودې لپاره هم په دغو سياليو کې برخه اخلي نو لږ تر لږه خو به په کابل کې له ترافيکې ګڼې ګوڼې او مسافرو د وړلو راوړلو نه بي غمه وي.

فهیم له مازیګره چې خپل موټر پارک کې ودروي، بیا نو د سپورت لپاره تیاری نیسي. له سپورټ سره مینې له فهيم نه يو مسلکي لوبغاړى جوړ کړی دی.

ډيره موده کېږي چې فهیم هڅه کوي په لندن کې د خپل هېواد بیرغ په خپلو لاسونو ورپوي او تش لاس بېرته هېواد ته ستون نه شي.

خو فهیم د هغو امکاناتو له مخې چې له ده سره شته هومره هم په خپلې بریا ډاډمن نه ښکاري .

د افغانستان د اولمپیک د کمېټې د مشر ظاهر اغبر په وينا په تيرو څو کلونو کې د افغانستان د سپورټ په ډگر کې مثبت بدلونونه راغلي. هغه وايي د فهیم رحیمي په شان لوبغاړي لا هم له ډېرو آسانتیاوو بې برخې پاتې دي.

ښاغلې ظاهر وايي زه باور لرم، که دغه شرايط د افغان دولت په سلا مشورو سره چمتو کړو او د افغانستان د سپورت عایداتي سرچینې فعالې کړو نور نو موږ اړتیا نلرو چې ووایو اقتصادي امکانات نه لرو.

د فهیم او د هغه په شان د نورو معلولو کسانو لپاره دغه تگلارې ډيرې ارزښتناکې نه دي. د هغه لپاره دا خبره ډير ارزښت لري چې هرڅه ژر قرنطين شي او د هغه د کورنۍ اقتصادي بوج څه نا څه دولت په غاړه واخلي.