روح الله نېکپا بيا د ژيړو مډال وگاټۀ

Image caption د دويم پړاو په نيمايي کې نېکپا د برتانوي لوبغاړي سر په پښه وواهۀ او درې پواينټونه يې واخيستل.

د افغانستان د تکواندو ٦٨ کيلو گرامه وزن لرونکي ستوري روح الله نېکپا د بيجينگ اولمپيک په څير په لندن سياليو کې هم د ژيړو مډال خپل کړ او په تاريخ کې يې خپل او د افغانستان دويم اولمپيک مډال ترلاسه کړ.

د روح الله نېکپا او برتانوي مارتن سټمپر سيالي د افغان ستوري په برلاسي پيل شوه خو برتانوي لوبغاړي په کې پر ټټر د يوۀ گوزار له امله يو پواينټ واخيست او د درو پړاونو په لوبه کې په لومړي هغه کې يو صفر وړاندى شو.

په دويم پړاو کې روح الله نېکپا د برتانوي لوبغاړي سر په نخښه کړ. د روح الله نيکپا د لوبې يو کمال همدا دى چې تل د خپل سيال سر ته گوري، په سر گوزار درې پواينټونه لري.

د دويم پړاو په نيمايي کې نېکپا د برتانوي لوبغاړي سر په پښه وواهۀ او درې پواينټونه يې واخيستل.

څو نور داسى گوزارونه يې هم وکړل خو برتانوي دفاع وکړه او د دويم پړاو په پاى کې يې يو بل پواينټ واخيست.

د دويم پړاو په پاى کې نېکپا درى دوه مخته و او د ژيړو مډال يې ليرې نه ليد.

نېکپا په دريم پړاو کى يو بل پواينټ هم واخيست او د لوبې تر وروستيو ١٦ ثانيو څلور دوه وړاندې و.

په دغه شيبه کې برتانوي لوبغاړي دعوه وکړه چې د افغان ستوري په سر يې پښه لگيدلې ده.

لوبڅار دا شېبه نه وه ليدلې، که چېرې منل شوى واى نو مارتين به لوبه گټلې واى او پوانيټونه به يې پنځه څلور و. خو د برتانوي روزونکو په غوښتنه چې ويديويي څارنه وشوه خبره بله وه.

نېکپا خپل سر ساتلى و او مډال يى هم نه ورکاوۀ.

د لوبى په وروستيو څو ثانيو کى نېکپا بل پوانيټ هم واخيست او لوبه يې په درو ډيرو پواينټونو وگټله.

دا د بيجينگ اولمپيک سياليو غوندې د نېکپا د ژيړو د مډال اتلولي وه.

د افغانستان په تاريخ کې دا دويم اولمپيک مډال دى او د وردگو په ولايت کې زيږيدلي ٢٥ کلن روح الله نېکپا دواړه گټلي او اوس دا هيله هم شته چى څلور کاله وروسته به بيا په اولمپيک سياليو کى بخت ازمويي.

خو تر هغو وړاندې په لندن اولمپيک سياليو کى نثار احمد بهاوي هم لا شته چى په ٨٠ کيلو گرامه وزن کې خورا سخته لوبه د جمعى په ورځ لري.

د هغې لوبې تر سختې او اسانې وړاندې به افغان لوبغاړي د نېکپا مډال ستايي او خوند به پرى اخلي.

ورته مطالب