د افغانستان ټپي شوي بهاوي منځلوبه وبايلله

Image caption د بهاوي ټپونو او دغې پريکړې د لوب گټل ناشوني کړل

په لندن اولمپيک تکواندو لوبو کې د ۸۰ کيلو وزن افغان ستوري نثار احمد بهاوي په ټپي شوي پښې ونه کولاى شواى د خپل ارجنتايني سيال ښه سيالي وکړي او په بايللو يې د نيمه پايلوبو هيله ختمه شوه.

نثار احمد بهاوي په خپله لومړنۍ لوبه کې د افريقا اتل عصام چنداني سره پښه ټپي کړى وه.

د ده هغه ټپ په دې منځلوبه کې د ده د پښه نيولو سبب شو له پيله لا بهاوي سم نه شواى خوځېداى او دغه دليل و چې حرکتونه يې تر ډېره نيمگړي وو.

د بهاوي له فزيکي حالته ارجنتايني ايدواردو پوره گټه واخيسته او په اول پړاو کې دوه صفر وړاندې شو.

په دوېیم پړاو کې که څه هم بهاوي لوبه دوه يو ته نژدې کړه خو ورسره بيا په پښه ولگېد او ټپي شوي حالت کې يې ښه لوبه ونه کړاى شوه.

ايدواردو له دې حالته په گټې اخيستو د بهاوي په سر څرخېدونکې لغته ووهله چې څلور پواينټونه يې وموندل.

افغان روزونکي دا پرېکړه وننگوله خو ويديو څارونکو ورسره ونه منله.

د بهاوي ټپونو او دغې پريکړې د لوب گټل ناشوني کړل.

په درېيم پړاو کې بهاوي د ايدواردو په سر د گوزار دعوه وکړه چې لوبڅار ونه.

لېده او افغان غاړي د ويديو څارنې بل چانس نه درلود او په دې توگه لوبه.

نهه يو د ارجنتايني لوبغاړي په گټه تمامه شوه.

که چېرې ارجنتاینۍ