بهاوي د ژيړو د مډال لوبې ته ورسېد

Image caption که په تکواندو لوبو کې يو لوبغاړى ۱۲ پوانيټونه ومومي لوبه درېږي.

نثار احمد بهاوي دا لوبه داسې پيل کړه لکه بيړه چې يې وي.

د لومړي پړاو په لومړيو شېبو کې يې د مخالف لوري په سر گوزار وکړ چې لوبڅار دري پواينټونه ورکړل خو د نيوزيلنډي لوبغاړي سکاټ وان روزونکي دا پرېکړه وننگوله او ويديويي تصويرونو وښوول چې د بهاوي پښه د سيال پر سر نه وه لگېدلې.

په دې توگه د بهاوي درې پواينټونه بېرته واخيستل شول.

خو ډېر وخت تېر نه و چې بهاوي سر په سر درې واري خپل سيال په سر وواهه او نهه صفر وړاندې شو.

که په تکواندو لوبو کې يو لوبغاړى ۱۲ پوانيټونه ومومي لوبه درېږي.

خو سکاټ وان يو پواينټ واخيست او په دويم پړاو کې څه څه هم لوبه ۱۱ په دوه روانه وه خو بهاوي له صبره کار واخيست.

د بهاوي دفاع تر نورو لوبه ښه وه او گوزار يې هم ډېر کاري و.

په درېيم پړاو کې بهاوي ډېر بريدونه ونه کړل، اړتيا يې هم نه ليده ځکه چې بريالى روان و.

د لوبې په پاى کې ۱۱ په شپږ بريالى شو خو يو وار بيا يې د ښي پښې ورن نيولى و او داسې ښکارېد چې بيا خوږ شوى دى.

اوس به د ژيړو د مډال لپاره د نيمه پايلوبو له بايلونکي سره لوبه کوي چې د ايټاليا لوبغاړى دى.

دغه لوبه به اسانه نه وي خو که برى ېي وموند نو د روح الله نېکپا په څېر به د ژيړو د مډال گټونکې شي.

ورته مطالب