لندن اولمپيک په پرتمينو مراسمو پای ته ورسېد

د انځور حقوق AFP
Image caption د لندن اولمپيک د پای مراسمو کې د ۱۰زره د زياتو لوبغاړو ترڅنګ ۸۰زره نندارچيانو هم ګډون کړی وو.

د لندن اولمپيک په پرتمينو مراسمو پای ته ورسېد او د ۲۰۱۶ کال اولمپيک سیاليو کوربه توب رسمآ برازيلي ښار ريو دي ژينرو ته وسپارل شو.

د پای مراسمو چې کابو درې ساعته يې ونيول د برتانيا د پاپ موسيقۍ وتلو څېرو چې په هغوی کې د سپايس ګرلز، جورج مايکل او البو د خپلو هنرونو ننداره وکړه.

د اولمپيک لوبو اجراييوي مشر لرد سباستين وويل: "کله چې موږ ته وار رسېږي، برتانيا په سم ډول کارونه کړي دي."

د لندن د اولمپيک د مشعل له ګل کېدو وړاندې، د سياليو رسمي بېرغ د رييو دي ژينرو ښاروال ته وسپارل شو.

په دغو په زړه پورې مراسمو کې د ملکې الېزابت په استازيتوب شهزاده هري ګډون وکړ. د دغو مراسمو ترسره کولو لپاره ۳۵۰۰ داوطلبانو برخه لرله.

د لندن اولمپيک د پای مراسمو کې د ۱۰زره د زياتو لوبغاړو ترڅنګ ۸۰زره نندارچيانو هم ګډون کړی وو او د اولمپيک مشعل په ډراماتيک ډول ګل شو.

د لندن اولمپيک لوبو په پای کې د امريکا د متحده ایالاتو لوبغاړي د سرو زور د ۴۸ مډالونو په ګټلو په سر کې راغلل.

چين د ۳۸ مډالونو په ګټلو دويم ځای خپل کړ او برتانيا بيا د سرو ۲۹ مډالونه وګټل. روسيه د ۲۴ مډالونو په ګټلو څلورم ځای خپل کړی او جنوبي کوريا پنځمه راغله.

افغانستان په دغو لوبو کې يو د زيړو مډال وګاټه چې روح الله نيکپا په تکواندو کې ترلاسه کړ. د افغانستان ګاونډی هېواد ايران په ۱۷ لمبر دی او پاکستان هېڅ مډال ترلاسه نه کړ.

په ټوليز ډول په دغو سياليو کې ۴۴ نړيوال او ۱۱۷ د اولمپيک ريکارډونه مات شول.

ورته مطالب