مصريان په اولمپيک کې پر خپلو لوبغاړو ولې وشرمېدل؟

د خپريدو وخت: 15:56 گرینویچ - چارشنبه 15 اگست 2012 - 25 زمری 1391

د مصر د فوټبال يوۀ لوبغاړي په هوټل کې تر زرو ډالرو ډيرې پيسې د لوڅو فلمونو په ليدو لگولې وې.

د مصر رسنيو په اولمپيک کې د خپلو لوبغاړو پر چلند دومره غصه کړې چې په ور ستنيدا يې هرکلي ته څوک نه دي ورغلي، ځينو مصري لوبغاړو په لندن کې چرس څکولي او لوڅ فلمونه يې کتلي وو.

د لندن په اولمپیک لوبو کې مصريانو د سپنو زرو دوه مډالونه وگټل.

که د کوم بل هېواد لوبغاړو دغه وياړ موندلى واى هېوادوالو به يې اتڼونه کول او هرکلي ته به يې په جوپو جوپو ورتلل. خو قاهرې ته په ستنېدا د مصر اولمپيک ستورو ته لږ تر لږه ځايي رسنۍ ورنه غلې.

علت يې د لوبغاړو هغه چلند و چې مصري رسنۍ يې شرموونکى عمل بولي.

په لندن کې يو هوټل تر هغه وروسته له خپلو مېلمنو تش شو چې لوگي پورته شول او د اور وېره پيدا شوه. وروسته څرگنده شوه چې د مصر فوټبال لوبغاړو چرس څکول او لوگيو يې د اور لگيدا زنگ کړنگولى.

د فوټبال يوۀ بل لوبغاړي په هوټل کې تر زرو ډالرو ډيرې پيسې د لوڅو فلمونو په ليدو لگولې وې. يوازې د فوټبال لوبډله نه وه چې د ملامتۍ گوته ورته نيول شوې.

د غيږ نيونې دوه پهلوانان ويدۀ وو او خبر نه ول چې لوبه يې څه وخت کيږي.

د لوبغاړو جامې جعلي وې، په وروستيو شېبو کې د نايکې مشهور شرکت په بيړه نوې او سمې جامې ورته جوړې کړې.

په همدې دليل قاهرې ته په ستنېدا د لوبغاړو هرکلي ته څوک نه وو ورغلي.

مصري حکومت اوس پلټنه پيل کړې او غواړي ومومي چې ولې هغه وشو چې بايد نه واى شوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .