د ارسنل مینه والو د وان پرسي ښځې ته د مرګ ګواښ کړی

د خپريدو وخت: 06:53 گرینویچ - شنبه‬ 18 اگست 2012 - 28 زمری 1391

۲۹ کلن رابن وان پرسي د فوتبال له تکړه گول وهونکو څخه شمېرل کیږي.

د انګلستان قوي فوټبال کلب مانچسټر یونایټیډ نوي لوبغاړي وان پرسي المغربي ښځې بشری البالي ته ځینو کسانو پر ټویټر پاڼه د مرګ ګواښ کړی دی.

رابن وان پرسي چې د هالنډ دی، اوسمهال د ارسنل د لوبډلې مشري کوي.

نوموړی د مانچسټر یونایټيډ له خوا په ۲۴ میلیونو پاونډو واخیستل شو.

د هالنډ ځینو رسنیو ویلي، چې د وان پرسي کورنۍ له دې کبله د مرګ ګواښ شوی، چې ولې مانچسټر یونایټيډ ته واوښت.

ځینو کسانو د هغه ښځه ملامته کړې، چې په دې پرېکړه کې یې لوی لاس درلود.

وان پرسي شپږ کاله مخکې له بشری البالي سره واده وکړ، چې یو زوی (سهیل) او یوه نجلۍ (دینا) یې ترې پیدا شول.

له بشری سره د وان پرسي له واده کولو وروسته بشری په هالنډ کې ډېره مشهوره شوه.

۲۹ کلن پرسي د مانچسټر یونایټیډ په لوبډله کې اوس تر طبي معاینو لاندې دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .