د ١٩ کلنو کرېکټ نړيوال جام کې افغانستان لوبه وگټله

د خپريدو وخت: 07:28 گرینویچ - 19 اگست 2012 - 29 زمری 1391

په پيل کې د پاپو نيوگيني لوبډله ډېره ورو روانه وه.

د افغانستان د ١٩ کلنو لوبغاړو لوبډلې د کرېکټ په نړيوالو اتلوليو کې د پاپو نيوگيني لوبډلې ته د شپږو لوبغاړو په لرلو ماتې ورکړه او د نهم لسم دريځ خپلولو نيمه پايلوبې ته ورسېد.

پاپو نيوگيني چې د غوراوي په لوبو کې يې له افغانستان سره ښه لوبه کړې وه دلته پچه وگټله او خپله يې منډو ته ملا وتړله.

په پيل کې د پاپو نيوگيني لوبډله ډېره ورو روانه وه.

د دوى لوبغاړو منډې نه کولې او داسې ښکارېده چې د پچې له گټلو يې ډېره گټه نه ده اخيستې.

خو افغان بالرانو په پرله پسې ډول وايډ يا اضافي منډې ورکولې او يو وخت تر پاپونيوگيني لوبغاړو اضافي منډو افغانستان ډېر له سر خوږي سره مخامخ کړی و.

ټول ټال ٣٢ اضافي منډې افغان لوبغاړو ورکړې خو د پاپو نيوگيني کپتان کېنټ د سليزې په کولو لوى هدف وټاکۀ.

د وروستي اوور په پاى کې پاپونيوگيني د پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو ٢٣٩ منډې کړې وې چې ترلاسه کول يې اسانه نه برېښېدل.

د افغان لوبډل پيل بيا هم ښه نه و. کپتان جاويد احمدي په ٢٢ منډو وسوځئد خو تر ٥٩ منډو يې درې لوبغاړي سوځېدلي و او داسې ښکارېده چې د لوبې گټل اسانه نه دي.

نور الحق په ٧٧ توپونو يوازې ٣٤ منډې وکړې او کله چې هغه سوځېده يوازې ١٤ نور اوورونه پاتې و او منډې تر سلو ډېرى پکار وې.

خو نجيب ځدران په ٢٩ توپونو ٣٢ منډې وکړې او ناڅاپي يې د منډو بهير گړندى کړ.

د نجيب له سوځېدا وروسته محب الله پاک او افسر خان ځاځى ودرېدل.

دوى يوازې په ٥٧ توپونو په گډۀ ٨٥ منډې وکړې او بايللې لوبه يې وگټله.

افسر ځاځي چې د ٤٩ اوور په وروستي توپ شپږيزه ووهله شپږ توپ لا پاتې و چې افغانستان برى وموند.

اسفر ځاځي يوازې په ٢٥ توپونو ٣٧ منډى او محب الله پاک په ٤٧ توپونو ٥٨ ناسوځېدلې منډى وکړې.

په استراليا کې د ١٩ کلنو کرېکټ لوبغاړو ترمنځ د نړيوالو اتلوليو دا لوبه د نهم او ١٠ دريځ د څرگندولو لپاره منځلوبه وه اوس افغان تنکي ځوانان د نهم لسم دريځ نيمه پايلوبې ته ورسېدل.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .