برتانیا کې د پرالمپیک څلور مشعلونه بل شول

د خپريدو وخت: 14:32 گرینویچ - چارشنبه 22 اگست 2012 - 01 وږی 1391

د ٢٠١٢ کال د پرا اولمپيک په لوبو کې له افغانستان نه يو تن د وزن پورته کولو په سياليو کي خپل بخت هم ازمويي.

د لندن د ٢٠١٢ کال د پرالمپیک د څلورو مشعلونو لومړي دوه نن (چارشنبه د اګست ۲۲مه) سهار په شمالي ايرلند او ويلز کې بل شول. دغه مشعلونه د انگلستان، سکاټلنډ، ويلز او شمالي ايرلنډ د غرونو په څوکو کې روښانه شول.

دغه مشعلونه به د لوبو له پيل وړاندې د لندن، ايدنبرا، کارډيف او بيلفاسټ ښارونو ته ولېږدول شي. مشعل به د روانې عيسوي مياشت په ٢٨ مه ڼېټه به د لوبو له روحاني مرکز ستوک مانديويل نه د پرالمپیک لوبغالي ته چې په لندن کې دى راوړل شي.

د پرالمپیک د لوبو تنظيمکونکى لارډ کو وايي ښايي د لوبو عالي کيفيت ته خلک گوتې په غاښ شي. دى وايي ښايي ځينې کسان به دغه لوبې په لومړي ځل گوري او په ليدو به يې حيران شي.

د مشعل ليږدونکې دغه څلور ډلې چې په څلورو سيمو کې به د غرونو څوکو ته ورپورته کيږي په کې معيوبين، خبريالان، ساتونکي او هغه کسان چې د غرونو له لارو سره اشنايي لري شامل دي.

د پرالمپیک مشعل به د اگست په ٢٤مه نيټه د لندن ټرفالګر څلورې لارې ته رواړل کېږي.

د همدې مياشتې په ٢٥ مه نيټه به بيلفاست ته، په ٢٦مه نيټه به د سکاټلند مرکز ایدنبرا ته او د اگست په ٢٧ مه به د ويلز مرکز کارډيف ته وليږدول شي.

د پرالمپیک مشعل به ٩٢ ميله واټن کې د ٥٨٠ تنو له خوا ليږدول کېږي.

د لندن د ٢٠١٢ کال د پرالمپیک لوبې چې رسمآ د اګست په ۲۹مه پیلېږي په کې به له ١٥٠ هېوادونو څخه ٤٢٠٠ تنه لوبغاړي گډون کوي.

د لندن په ۲۰۱۲ پرالمپیک کې به لوبغاړي په شلو مختلفو لوبو کې سیالۍ کوي.

په لوبو کې رګبي، ټینس، باسکټ بال، والیبال او دا ډول نورې ګڼ شمېر لوبې شاملې دي چې لوبغاړي به یې ځينې د ویلچیر یا معیوبینو د څوکیو په مرسته ترسره کوي.

د يادونې وړ ده چې د ٢٠٠٤ کال د اتن د پرالمپیک په لوبو کې له ١٣٦ هېوادونو نه نژدې ٤٠٠٠ تنو برخه درلوده.

د ٢٠١٢ کال د پرالمپیک په لوبو کې له افغانستان نه يو تن د وزن پورته کولو په سياليو کي خپل بخت هم ازمويي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .