کريکټ: په ١٩ کلنو کې افغانستان ١٠ نمبر خپل کړ

د خپريدو وخت: 08:32 گرینویچ - جمعه 24 اگست 2012 - 03 وږی 1391
کريکټ

افغانستان د يو سلو څو ديرشو هېوادونو ترمنځ لسم نمبر خپل کږ

په استراليا کې د کريکټ د ١٩ کلنو لوبغاړو نړيوالې اتلولۍ افغان لوبغاړو ته د ١٠ نمبر په ترلاسه کولو پاى ته ورسېدې.

افغان تنکيو ځوانانو له سرېلنکا سره د نهم او ١٠ دريځ لپاره لوبه درلوده چې د سيال په بري يې پاى ته ورسېده.

افغان کپتان جاويد احمدي د پچې په گټلو لومړى خپله منډو ته ملا وتړله.

خو په اتم اوور کې چې افغانستان ټولې ٣٤ منډې درلودې کپتان جاويد احمدي په ٢٣ منډو وسوځېد.

افغان لوبډلې پرله پسې توگه لوبغاړي له لاسه ورکول او هغه چې تر يوۀ وخته ولاړ وو او لوبې ته جوړ وو ونه توانېدل چې ډيرې منډې وکړي.
يوازې محب الله پاک د ٤٤ منډو په ترسره کولو خپله وړتيا وښووله.

د ٥٠ اوور په وروستي توپ سيد شيرزاد شپږيزه ووهله او افغانستان د ١٩٥ منډو هدف وټاکۀ چې د سرېلنکا پياوړې لوبډلې ته ډير څه نه و.

سرېلنکا يوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکړل او هدف يې ترلاسه کړ.

د افغانستان له لورې اضافي منډو بيا هم د سيالانو په بري کې لوى لاس لارۀ.

د ١٩ کلنو په نړيوالو اتلوليو کې دا دويم ځل دى چې افغانستان د گډون حق ترلاسه کوي.

په لومړي ځل د ١٢ هېوادونو په سياليو کې دوه کاله وړاندې افغانستان وروستى دريځ خپل کړى و.

خو دا ځل د ١٦ هېوادونو په سياليو کې افغان لوبغاړي تر زمبابوې، ايرلنډ او سکاتلند وړاندې شول او ١٠ دريځ يې وموند.

د افغان لوبډلې دا ځلي لوبه د پام وړ وه.

د افغانستان د کريکټ بورډ او د لوبې مينه وال يې بايد په دې دريځ خوښ وي ځکه چې د نړۍ په ١٣٠ هېوادونو کې د ١٠ دريځ خپلول مهمه خبره ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .