له استراليا سره لوبې افغان لوبغاړو ته څه ورکړل؟

د خپريدو وخت: 11:22 گرینویچ - 26 اگست 2012 - 05 وږی 1391

د ٢٠٠٨ کال په پسرلي کې له جرسي سره د نړيوالو اتلوليو د غوراوي د پنځم پړاو په پايلوبه کې افغانستان يوازې ٨٠ منډو ته اړتيا لرله.

څلور کاله وړاندې د انگلستان او فرانسې ترمنځ په يوه ټاپو کې افغان کرېکټ لوبغاړي له جاپان، سينگاپور، وناتو، نيپال او کوربه جرسي سره په لوبه بوخت وو.

د هغه مهال روزونکي تاج ملوک خپل لوبغاړي د دې وړ بلل چې له استراليا او انگلستان سره پنجه نرمه کړي.

عملآ يې له سينگاپوره بايلله، له نيپال سره يې په مټ کې گټله او کوربه ټاپو جرسي د ٨٠ منډو لپاره دومره زهيراوه چې د لوبغاړو او زما په گډون د څو گوتو په شمار مينه والو زړه يې ور خوړ.

تاج ملوک تېروتى نه و. په لوبغاړيو کې يې رښتيا هم استعداد همدومره و خو شرايط، تجربه، لا ښه روزنه او پام په کار و چې د وخت په تېرېدا يې ځينې وموندل او ځينو ته لا منتظره دی.

د ٢٠٠٨ کال په پسرلي کې له جرسي سره د نړيوالو اتلوليو د غوراوي د پنځم پړاو په پايلوبه کې افغانستان يوازې ٨٠ منډو ته اړتيا لرله.

د جرسي په لوبډله کې په ونه دنگ تېز بالر و. افغان لوبغاړو له هغه سره سمه لوبه نه شواى کولى. اته لوبغاړي يې په ٤٨ منډو له لاسه ورکړي وو.

افغان لوبغاړو هغه مهال، د ځينو په گومان، له خپل طبعيت سره سم په لوبه کې افراط کاوه. يا يې شپږيزې او څلوريزې وهلې او يا يې توپ دراوه، يوې او دوو منډو ته يې په څه سترگه نه کتل.

"د اوسنۍ افغان لوبډلې او د څلور کاله پخوا هغې ترمنځ دومره واټن وينم لکه د جرسي د ساړه پسرلي او د شارجې د تاوده اوړي په هوا کې چې توپير وينو."

څلور کاله وروسته له استراليا سره په لوبه کې هم نژدې همدا حالت و.

افغان لوبغاړو د استراليايي سيالانو په پرتله د شنبې د ورځې (اگست/ ٢٥) په لوبه کې ډېرې شپږيزې او څلوريزې ووهلې خو په پاى کې ٦٦ منډې شاته پاتې وو.

استراليا خپل ٥٠ سره اوورونه لوبولي وو له افغانانو څو ۴۰ توپونه پاتې شول.

زه دا نه وايم چې دا اوسنۍ لوبډله هم د څلور کاله پخوا په څېر د يوې او دوو منډو په اهميت نه پوهيږي او يا يې تخنيک او تجربه تر هغه وخت ډېره شوې نه ده.

د اوسنۍ افغان لوبډلې او د څلور کاله پخوا هغې ترمنځ دومره واټن وينم لکه د جرسي د ساړه پسرلي او د شارجې د تاوده اوړي په هوا کې چې توپير وينو.

څلور کاله وړاندې يوازى تاج ملوک خيال پلو ليدلى شواى چې لوبډله به يې له استراليا سره د لوبې جوگه وي.

اوس استراليايان خپله له افغانستان سره لوبې ته زړه ښه کوي.

استراليا، د کرېکټ ډېر مينه وال او ان خپله افغان لوبغاړي په دى ښه پوهېدل چې افغانستان دا لوبه نه شي گټلى.

پام دې ته و چې افغانان څرنگه لوبه کوي؟

که استراليا ٤٠٠ منډې کړي واى او افغان لوبډله يې په ٨٠ منډو سوځولې واى د کرېکټ لوبې ډېر کتونکي به گوته په غاښ نه واى.

افغان لوبغاړو اته استراليايان وسوځول او خپله يې هم تر ٢٠٠ ډېرې منډې وکړې.

دې لوبې بايد افغان لوبغاړي ډاډه کړي وي چې د نړۍ له اتلو لوبډلو سره پنجه نرمولى شي.

دوه کاله وړاندې د ۲۰ اوريزو نړيوالو اتلوليو په ترڅ کې د هند تېزو بالرانو افغان لوبغاړي داسى له مخې لېرې کول لکه خړ سيلاب چې د شگو په ډېرۍ ور روان وي.

اوس تر هندي بالرانو لا تېزو استراليايانو وليدل چې له افغان لوبغاړو سره لوبه اسانه نه ده.

د سپتمبر په مياشت کې چې په سريلنکا کې د ۲۰ اوريزو نړيوالو اتلوليو په ترڅ کې افغانستان له هند او انگلستان سره مخامخېږي، لوبه ښايي بيا هم ونه گټي خو له استراليا سره يې لوبې ته په پام دا ځل تر پخوا بايد ښه وځليږي.

افغان لوبغاړي، د کرېکټ چارواکي او مينه وال يې بايد وپوهيږي چې پياوړي لوبډلې په څو کلونو کې نه دي غښتلي شوي ، صبر، هڅه، هوډ او کار خپل ځاى ته رسولي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .