انگلستان تر۶ ميلياردو ډالرو ډېرې په لوبغاړو لگولي

د خپريدو وخت: 11:48 گرینویچ - جمعه 31 اگست 2012 - 10 وږی 1391

د شمالي لندن ارسنل (Arsenal ) چې خپل تکړه ګول وهونکى رابن وین پرسي (Robin van Persie) یې له لاسه ورکړى.

د انګلستان د پریمیرلیګ (English Premier League) يا مخکښ ليگ بېلا بېلو کلبونو په تېره یوه لسیزه کې څه باندې شپږ ميليارده امریکایي ډالره د لوبغاړو په پېر او پلور مصرف کړي دي.

د لوبغاړو د پېر او پلور کړکۍ په لومړي ځل په ۲۰۰۳ کال کې پیل شوه چې له امله یې د پریمیرلیګ د کلبونو ترمنځ د لوبغاړود انتقالېدو بهير یوه څه اسانه شو او ترڅنګ یې د لوبغاړو په بيه هم د پام وړ لوړوالى راغى.

د سږني پریمیرلیګ لوبیزکال پیل شوى خو د لوبغاړو د پېر او پلور لومړنۍ کړکۍ يې نن جمعه د ماخوستن په ١١ بجې ( د اگست ٣١) تړل کيږي، بله کړکۍ به د جنوري په مياشت کې د څو اوونيو لپاره پرانيستل شي.

اټکل کیږي چې سږ کال د پریمیرلیګ پانګونه تر۷۰۰ میلیونو امریکایي ډالرو واوړي چې د تېر کال په پرتله خورا زیاته ده.

تېر کال د بېلا بېلو کلبونو له اړخه نژدې ٥٥٠ میلیونه امریکایي ډالره پانګونه شوې وه.

د پانګونې په کتارکې روسي ميلياردر رومان ابراموویچ (Roman Abramovich) د چلسي د کلب خاوند په لومړي نمبر کې دی.

ده په تېرو١٠ کلونو کې پر خپل کلب تر ټولو زیاته څه باندې يو ميليارد امریکایي ډالر پانګونه کړې.

ترچلسي وروسته د مانچیسترسټي (Manchester City) کلب په دویم او لېورپول (Liverpool ) په درېیم نمبر دي.

د پانګونې په کتارکې روسي ميلياردر رومان ابراموویچ (Roman Abramovich) د چلسي د کلب خاوند په لومړي نمبر کې دی.

د متحدو عربو اماراتو يو ميلياردر د مانچیستر سټي (Manchester City) پر خپل کلب نژدې ٨٠٠ میلیونه او د لېورپول (Liverpool ) امريکايي څښتن بیا ٧٠٠میلیونه ډالر مصرف کړي دي.

ډین جونز (Dean Jones) چې د سپورت د بزنس ګروپ، ډیلایت کاروباري ملګری دى وايي په تېرو لسو کلونو کې د پریمیرلیګ (Premier League) کلبونو د لوبغاړو په پېر او پلور څه باندې شپږ ميلیارده ډالره مصرف کړي دي.

چلسي (Chelsea ) سږ کال یو ځل بیا هم په پانګونه کې تر نورو مخکې دى او تر دې دمه یې پر څلورو نویو لوبغاړو( ایډن هیزرډ، اوسکار، وېکټر موسیس، سیسارازپلیکیوټا) څه باندې ١٠٠ میلیونه ډالره پانګونه کړې ده.

د چلسي ايتاليايي روزونکى رابرټودي میتیو (Roberto Di Matteo) لا هم په هڅه کې دى چې ټرانسفر کړکۍ تربندېدا مخکې یو تکړه ګول وهونکى ترلاسه کړي.

د شمالي لندن ارسنل (Arsenal ) چې خپل تکړه ګول وهونکى رابن وین پرسي (Robin van Persie) یې له لاسه ورکړى، د لوکاس پوډولسکي (Lukas Josef Podolski) په ګډون درې نوي لوبغاړي یې د نژدې ٦٠ میلیونه ډالرو په ارزښت ترلاسه کړي.

مانچسټرسټي، مانچستر یونایټډ (Manchester United) اولېورپول هم تر دې دمه په گډه نژدې ١٠٠ میلیونه ډالره پانګونه کړې خو د دوی هر یوه پانګونه د تېر کال په پرتله کمه ده.

د اروپا په نورو هېوادونو کې هم په همدې موده کې فوټبال لوبغاړي له يوۀ کلبه بل ته ځي او راځي خو تر ټولو ډېرې پيسې د انگلستان کلبونه لگوي.

د اقتصاد د ډگر کارپوهان وايي د انگلستان فوټبال کلبونه په کور دننه او د باندې له تلوېزيونونو څخه د لوبو د خپرولو لپاره تر نورو هېوادونو ډېرې پيسې ترلاسه کوي.

د تلوېزيون پيسې او په لوبغالو کې د نندارچيانو ډېر حضور د دې سبب شوى چې د انگلستان کلبونه د اسپانيا، ايتاليا او جرمني تر هغو ډېرې پيسې ولگوي.

دغه راز د انگلستان د کلبونو څښتنان هم له ټولې نړۍ څخه دي چې ځينې يې لوى ميلياردران دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .