افغانستان د هندوستان پر وړاندې په کریکټ کې

د خپريدو وخت: 11:13 گرینویچ - دوشنبه 03 سپتمبر 2012 - 13 وږی 1391
کریکټ

د سریلانکا لوبغالي د هندوستان او افغانستان لوبډلو لپاره اشنا دي او دواړه کولای شي ښه لوبه په کې تر سره کړي.

د نړیوالو شل اووریزو جام له ۲۰۱۰ کال سیالیو یې درته وایم چې له نېکه مرغه ما هم د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې څخه په دغو سیالیو کې د یو لوبغاړي په توګه ونډه درلودله.

رښتیا هم ډېر ښه احساس مې کاوه، د نړیوال جام سیالۍ وې، په ټولو معیارونو سمبال لوبغالي ول، له نامتو لوبغاړو سره اوږه په اوږه د لوبو ډګر وتلي وو، ځانګړې کوټې مو درلودلې، په هر لحاظ هر څه نوي وو او په تېره بیا د یو دردېدلي ولس د کریکټ استازي په لومړي ځل د نړیوالو لوبو میدان ته وتلي وو چې ماته ورته ټولو لوبغاړو یو ډېر ښه احساس درلود.

دا دی له نېکه مرغه اوس مهال زموږ لوبغاړي د تېر په نسبت په لوړه کچه لوبېږي.

په تلویزیوني چیلونو ښکاره شول، د پام وړ تجربې یې تر لاسه کړې، وځلېدل او یو ځل بیا د نړیوال شل اوریز جام په سیالیو کې د ګډون په موخه د لوبو ډګر ته چمتو شول.

زما په اند دا ځل به افغان لوبغاړي ښه وځلېږي او غوره لوبه به نندارې ته وړاندې کړي.

د پام وړ خبره دا ده چې د افغانستان لومړي سیالي د هندوستان ملي لوبډلې پر وړاندې ده او د لوبې تجربه هم ورسره لرو.

سربېره پردې د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې د اسټرالیا او پاکستان له ملي لوبډلو سره هم خورا ښې لوبې وکړې چې په پایله کې یې د پخوا پرتله ډېره تجربه تر لاسه کړه.

په اند د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې لومړۍ لوبه چې د هندوستان ملي لوبډلې پر وړاندې ده، د کتونکو لپاره به ډېره په زړه پورې لوبه وي او تر پایه به یې د دواړو لوبډلو بریا په اړه نظر ورته رایه ورکوي.

له دې سره سره، د سریلانکا لوبغالي د هندوستان او افغانستان لوبډلو لپاره اشنا دي او دواړه کولای شي ښه لوبه په کې تر سره کړي.

دواړه لوبډلې په توپ اچونه (‌Bowling) کې ډېرې ښې دي چې تیز او ورو توپ اچونکي یې تل په بریالیتوب سره ځلیدلي دي. په توپ وهنه (Batting) کې هندوستان ۶۵-۳۵ وي خو که چیرې زمونږ توپ وهونکي له لږې حوصلې کار واخلي نو انشاءالله چې زموږ توپ وهونکي هم په نړۍ کې ساری نه لري.

"دا ځل به د هیواد کرکیټ ملي لوبډله په نړیوالو شل اووریزو سیالیو کې نه هېرېدونکې سیالۍ تر سره کړي ځکه چې لوبغاړو په نړیواله کچه تجربې تر لاسه کړي او ځوانو لوبغاړو هم په کې ځای نیولی دی."

فیلډنګ (توپ نیونه) هم د دواړو لوبډلو سره ورته ده خو هر هغه لوبډله به بریالۍ وي چې ښه فیلډنګ (توپ نیونه) وکړي، غوره کیچونه ونیسي او مخالفې لوبډلې ته د منډو کولو زمینه مساعده نه کړي.

ښه زیری دا دی چې زموږ لوبډله به د نړیوال جام له پیلېدو څخه د مخه د سریلانکا له الف او ویسټ انډیز له لوبډلو سره لوبې وکړي چې د راتلونکو سیالیو لپاره یو ډول غوره تمریني سیالۍ دي او لوبډله به د چمتووالي کچې په هکله بشپړ پوهاوی د همدغو سیالیو تر سره کولو څخه تر لاسه کړي.

همدارنګه دوی به وکولای شي د لوبغالي او پیچ په اړه هم په کافي کچه پوهاوی تر لاسه کړي. له همدې امله، دا ځل به د هیواد کرکیټ ملي لوبډله په نړیوالو شل اووریزو سیالیو کې نه هېرېدونکې سیالۍ تر سره کړي ځکه چې لوبغاړو په نړیواله کچه تجربې تر لاسه کړي او ځوانو لوبغاړو هم په کې ځای نیولی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .