هرات کې د سولې او دوستۍ جام سیالۍ پیل شوې

د خپريدو وخت: 08:08 گرینویچ - سه شنبه 04 سپتمبر 2012 - 14 وږی 1391
herat

په هرات کې هر کال د فوټبال دغه ډول سیالۍ کیږي

د سولې او دوستۍ جام په نوم د فوټبال د سیالیو تورنمنټ د افغانستان د پنځو ولایتونو د لوبډلو په ګډون پیل شوی.

په دې تورنمنټ کې دوې لوبډلې له کوربه ولایت هرات او څلور ټیمونه له کابل، هلمند، کندوز او نیمروز ولایتونو څخه برخه اخلي.

د سولې او دوستۍ جام سیالۍ هر کال په هرات کې کیږي. دا اتم ځل دی چې په هرات کې د افغانستان د مختلفو ولایتونو د فوتبال لوبډلو په ګډون د سولې او دوستۍ د جام سیالي کیږي.

د دې سیالیو د پيل په مراسمو کې چې د هرات په لوبغالي کې جوړ شوي وو، ګڼ شمېر لوبغاړو او د فوټبال مینه والو او چارواکو ګډون کړی و.

د دې سیالیو د جزییاتو په هکله د هرات د سپورتي چارو مشر عبدالقیوم جامي وایي:

هغه لوبغاړي چې د افغانستان له نورو ولایتونو څخه هرات ته په دې سیالیو کې د ګډون لپاره راغلي وایي چې دا ډول لوبې د سولې او د مختلفو ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ د دوستۍ د لا ټنیګښت لپاره ډېر اغېز او ارزښت لري.

د هلمند ولایت یو لوبغاړی عبدالغفور وایي: ''دا لوبې د افغانستان د خلکو ترمنځ د سولی او دوستۍ لپاره او د افغانستان د سپورت لپاره ډېرې مهمې دي. دا چې په هرات کې داسې یو شانداره تورنامنټ پیل کیږي چې بېلابېل ولایتونه ګډون په کې کوي، دا زموږ دوستي نوره هم ټینګوي او لکه د ځنځیر کړۍ موږ یو له بل سره نښلوی.''

عبدالقیوم جامي

"(( سږ کال هم دا سیالی د ۶ لوبډلو په ګډون ترسره کیږی. ۴ لوبډلی له کابل، کندوز، نیمروز او هلمنده راغلی او دوې لوبډلې له کوربه ولایت هراته په دې سیالیو کی ګډون کوی. دا سیالی به لس ورځی د هرات په ښار کی دوام لری ))"

هرات د افغانستان په لویدیځ کې له هغو ولایتونو یو دی چې په دې ورستیو څو کلونو کې یې په مختلفو سپورتي ډګرونو کې نسبتاً ښه پرمختګ کړی دی.

په سیمه کې د سپورتي چارو مشران وایي که مرستۍ ورسره وشي او نورې اسانتیاوې ورپه برخه شي، نو د لوبو د ودې بهیر به لا چټکتیا ومومي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .