د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه

د خپريدو وخت: 14:32 گرینویچ - دوشنبه 10 سپتمبر 2012 - 20 وږی 1391
دا لومړى ځل دى چې افغان نجونې يوه نړيواله لوبه گټي

د سرېلنکا په پلازمېنه کولمبو کې د دوشنبه په ورځ ( د سپتمبر ١٠) د افغانستان د ښځو فوټبال ملي لوبډلې پاکستان ته په ماتې ورکولو په لومړي ځل په يوې نړيوالې لوبې کې د بري خوند وليد.

د سويلي اسيا د فوټبال اتلوليو په ترڅ کې افغانستان په بي گروپ کې له نيپال، مالديپ او پاکستان سره لوبې کوي.

د افغانستان له لورې لومړنى گول شبنم په اتمه دقيقه او دويم هم همدې لوبغاړې په ٢٣ مه دقيقه کې وکړ.

د لوبې په دويم پړاو کې چې ٥١ دقيقې تېرې وې هيلۍ ارغنديوال دويم گول او په ٨٩مه دقيقه کې مرجانې څلورم گول ترسره کړ او پاکستان ته يې څلور صفر ماتې ورکړه.

افغان ملي لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه د شنبه په ورځ ( د سپتمبر اتمه) له مالديپ سره په يوۀ يوۀ گول مساوي ختمه کړې وه.

له مالديپ سره هم گول هيلۍ ارغنديوال کړى و.

افغان لوبډله به د چارشنبه په ورځ له نيپال سره لوبه کوي د هغې لوبې گټونکى به نيمه پايلوبو ته لار مومي.

نيپال واردمخه پاکستان ته اته صفر ماتې ورکړې او له مالديپ څخه يې پنځه صفر گټلې ده.

د افغانستان د نجونو فوټبال لوبډلې په لومړي ځل په ٢٠١٠ کال کې د سويلي اسيا په فوټبال اتلوليو کې برخه اخيستې وه خو هغه مهال يې ١٨ گولونه خوړلي و او په يوه لوبه کې نيپال ١٣ صفر ماتې ورکړې وه.

خو تر هغه وروسته افغان نجونې قطر ته ولاړې او هلته يې دوه صفر برى وموند خو هغه لوبه نړيواله نه وه.

په روانو سياليو کې د اې گروپ د هند، بنگله ديش، بوټان او کوربه هېواد سرېلنکا څخه جوړ دى.

هلته هند او سرېلنکا برلاسي ښکاري.

که افغانستان له نيپال څخه په لوى توپير لوبه ونه بايلله او يا يې مساوي کړه نو له نيپال سره به يو ځاى نيمه پايلوبو ته لار ومومي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .