ویسټ انډیز له استرالیا د لوبې ګټلو موقع لري

د خپريدو وخت: 09:43 گرینویچ - دوشنبه 10 سپتمبر 2012 - 20 وږی 1391

ویسټ انډیز ۳۸ لوبې کړې دي او په دغو لوبو کې یې ۱۶ ګټلې دي، خو د ویسټ انډیز له اوسنۍ لوبډلې دا تمه کېږي چې په لومړي ځل به ویسټ انډیز ښه لوبه وکړي.

که چېرې د کريکټ لرغوني تاریخ او د کریکټ پوهانو څخه را نقل شویو داستانونو ته پام وکړو، نو د ویسټ انډیز لوبډله په تور توپان مشهوره وه.

هرې یوې لوبډلې به چې د ویسټ اندیز له لوبډلې سره لوبه کوله، نو د ویسټ انډیز د بالرانو غټ اندام او جګې ونې تر اغېزې لاندې به راتلل او له وېرې به یې د مقاومت قوت له لاسه ورکاوه.

خو کریکټ ته پوره توجه نه کول د ویسټ انډیز کریکټ ډیر لاندې راوستو او هغه کارنامې چې د ویسټ انډیز کریکټ لوبډلې تر سره کړې وې، د خلکو هېرې شوې لکه ۱۹۷۵ او د ۱۹۷۹ نړیوال جام ګټل او بیا ویون ریچرډز او براین لارا تاریخ جوړوونکې منډې وکړې.

خو اوس بیا هم د ویسټ انډیز لوبډله په مخ روانه شوې ده او زما په فکر په دې راتلونکي شل اووریز جام د ګټې یو ښه چانس لري.

سپین بالران

خو تر ټولو ستره مساله د سپین بالرانو ده چې په ځانګړې توګه تورپوستي سپین بالران نه شي لوبولی.

له دې سره سره، ددوی لوبډلې ته په کتو سره، دا ځل به ویسټ انډیز په زړه پورې لوبې وکړي ځکه چې په لوبډله کې یې ډېرو ښو لوبغاړو ته ځای ورکړی دی لکه پولارډ، کرس ګیل، رسل، براوو او داسې نور لوبغاړي.

په نړیوال شل اووریز جام کې ویسټ انډیز له اسټرالیا سره مخامخ کیږي. دواړه لوبډلې باید دویم پړاو ته د وتو لپاره ښې لوبې تر سره کړي ځکه چې ګټونکې لوبډله به نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي. زما په اند ویسټ انډیز به ګټونکی وي.

د ویسټ انډیز دویمه لوبه د آیرلینډ سره ده چې نسبتاً اسانه لوبدله ده، خو آیرلینډ لوبډله هم په یوه ښه ورځ هر څه کولای شي.

ویسټ انډیز ۳۸ لوبې کړې دي او په دغو لوبو کې یې ۱۶ ګټلې دي، خو د ویسټ انډیز له اوسنۍ لوبډلې دا تمه کېږي چې په لومړي ځل به ویسټ انډیز ښه لوبه وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .