افغان نجونې فوټبال کې نيمه پايلوبو ته ورسېدې

د خپريدو وخت: 09:21 گرینویچ - چارشنبه 12 سپتمبر 2012 - 22 وږی 1391

هيلۍ ارغنديوال او شبنم هم تر اوسه په دغو سياليو کې دوه دوه گولونه کړي دي.

د نيپال د ښځو فوټبال لوبډلې د افغانستان لوبډلې ته د سويلي اسيا د فدراسيون په دويمو اتلوليو کې اووه يو ماتې ورکړه، خو افغان لوبډله بيا هم د دې سياليو نيمه پايلوبو ته ورسېده.

په نيمه پايلوبه کې به افغانستان له هند سره بخت ازمويي چې د اې گروپ گټونکى دى.

له نيپال سره د افغانستان ماتې ترهغه وروسته بې مانا شوه چې مالديپ له پاکستان څخه لوبه دوه صفر وبايلله.
له نيپال سره په لوبه کې افغانستان په لومړي پړاو کې ښه لوبه وکړه او درې يو شاته و خو په دويمه برخه کې نيپال څلور نور ګولونه ووهل.

دوه کاله وړاندې نيپال افغان نجونو ته ١٣ صفر ماتې ورکړې وه او دا ځل هم نيپال د گروپ درې سره لوبې په لوى توپير گټلې دي.

له نيپال سره د افغانستان يوازينى گول مرجانې وواهۀ دا په روانو سياليو کې د مرجانې دويم گول دى.

هيلۍ ارغنديوال او شبنم هم تر اوسه په دغو سياليو کې دوه دوه گولونه کړي دي.

له دې ماتې سره افغانستان په خپل ګروپ کې له څلورو نومرو سره په دويم مقام کې ځاى وموند، نيپال په نهو نومرو سره په لومړي مقام کې دى.
د دغه گروپ وروستۍ لوبه د مالديپ او پاکستان ترمنځ وشوه چې په لومړي پړاو کې پاکستان په يوۀ گول گټله، دغه گول حاجرې خان په ١٢ مه دقيقه کې کړى و چې په روانو سياليو کې د خپل هېواد لومړنى گول و.

حاضره خان د پاکستان دريم گول په ٨٥ دقيقه کې وکړ او په دې توگه يې لوبه درې صفر وگټله.

که مالديپ پاکستان ته په شپږ صفر ماتې ورکړې واى نو تر افغانستان به يې گولونه ډير شوي واى او نيمه پايلوبو ته به يې لار موندلى.

پاکستان له نيپال څخه اته صفر او له افغانستان څخه څلور صفر ماتې خوړلې وې.

د افغانستان او مالديپ لوبه په يوۀ يوۀ گول مساوي ختمه شوې وه.

د بي گروپ وروستۍ درجه بندۍ داسې وې:

نيپال: درې لوبې درې سره يې گټلي نهه پواينټونه

افغانستان: يوه لوبه گټلې، يوه مساوي کړې او يوه بايللې څلور پواينټونه

پاکستان: يوه گټلې او دوه بايللې ، درې پواينټونه

مالديپ: يوه مساوي کړې او دوه بايللي يو پواينټ

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .