هند په زړه پورې لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

د خپريدو وخت: 18:07 گرینویچ - چارشنبه 19 سپتمبر 2012 - 29 وږی 1391

هند ټولې ١٥٩ منډې وکړې او پنځه لوبغاړي يې وسوځېدل.

هر بايلل زړۀ ماتونکي وي خو افغان لوبډلې ته د هند په څېر يوې پياوړې لوبډلې سره ښه لوبه بايد ان په ماتې کې لا زړۀ ډاډونکې وي.

کپتان نوروز منگل د پچې تر گټلو وروسته هند ته د منډو بلنه ورکړه.

د حميد حسن په نشتوالي کې شاپور ځدراڼ او دولت ځدراڼ خورا ښه پيل وکړ.

هند په څلورم اوور کې ٢٢ منډې درلودې او دوه لوبغاړي يې سوځېدلې و چې دواړه يې د نړۍ منلي او وتلي ستوري، گمبير او شېواگ وو.

افغان لوبغاړو درې کيچونه وغورځول چې ښايي په پاى کې د دواړو لوبډلو ترمنځ توپير همدا و.

د رينا، يوراج او کولي په څېر لوبغاړو ته دويم چانس ورکول داسې ده لکه يوې لوبډلې ته د دوه ځلې منډو موقع څوک وسپاري.

هند ټولې ١٥٩ منډې وکړې او پنځه لوبغاړي يې وسوځېدل.

شاپور ځدراڼ دوه، دولت ځدراڼ، محمد نبي او کريم صادق يو يو کس وسوځاوۀ.

د افغانستان له لورې پيل خورا خوندور و.

شهزاد او نوروز منگل راوتي وواو دواړو ښه په ډاډ لوبه کوله.

محمد شهزاد په خپلو خوندورو شارټونو لوبه ښه توده وساتله او کپتان نوروز منگل چې يوه شپږېزه ووهله داسې ښکارېدۀ چې هند ته لوى سرخوږى جوړوي.

په اتم اوور کې چې نوروز منگل وسوځېد افغانستان ٥٢ منډې درلودې او دوه کسه يې سوځېدلي و.

نوروز ٢٢ او شهزاد په ١٨ منډو ستانۀ شوي وو.

کريم صادق ٢٦ منډې او محمد نبي يوازې په ١٧ توپونو ٣١ منډې وکړې.

له دوى دوو پرته نور لوبغاړي ونه درېدل.

افغانستان په وروستي اوور کې خپل ۱۰لوبغاړى هم له لاسه ورکړ او لا ٢٣ منډې شاته وو.

دوه کاله وړاندې افغانستان له هند سره په ١١٤ منډو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړي وو دا ځل يې تر ١٣٦ منډو ځان ورساوۀ او هندي پياوړي منډه جوړونکي يې هم تر ډېره کابو کړل چې دا دواړه د راتلونکي لپاره د پام وړ دي.

افغانستان به بله لوبه د جمعې په ورځ له انگلستان سره کوي.

انگلستان د شل اوريزو لوبو اوسنى اتل دى له هغوى سره لوبه ښايي لا گرانه وي خو له هند سره لوبه به افغان لوبغاړو ته نوى هوډ او هيله ورکوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .