له انگلستان سره افغانستان په کرېکټ کې څه کولى شي؟

د خپريدو وخت: 17:03 گرینویچ - پنجشنبه 20 سپتمبر 2012 - 30 وږی 1391

د هند لوبډله تر ډېره په پېاوړو منډه جوړونکو او ورو بالرانو ولاړه ده.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د جمعې په ورځ د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو په ترڅ کې له انگلستان سره لوبه لري.

د جمعې د ورځې سيالي به د روانو شل اورېزو اتلوليو په ترڅ کې د انگلستان لومړنۍ لوبه وي.

افغان لوبغاړو د چارشنبه په ورځ خپله لومړنۍ لوبه له هند سره وکړه چې د کرېکټ د ډېرو مينه والو په وينا په کې ښه ولوبېدل.

د هند لوبډله تر ډېره په پېاوړو منډه جوړونکو او ورو بالرانو ولاړه ده.

انگلستان بيا پر خپلو تېزو بالرانو ډېره تکيه کوي خو د روانو اتلوليو لپاره يې درې ورو بالران هم راوستي دي.

کېون پيټرسن چې د انگلستان تر ټولو پياوړى منډه جوړونکى و او په تېرو اتلوليو کې د سياليو غوره لوبغاړى بلل شوى و دا ځل نشته.

د پيټرسن نشتوالي د انگلستان لوبډله کمزورې کړې ده خو د دۀ پر ځاى داسې ځوان لوبغاړي راغلي چې د انگلستان په کورنيو شل اوريزو سياليو کې خورا ډېره تجربه لري.

د افغانستان په لوبډله کې به حميد حسن بيا هم نه وي خو نورو بالرانو يې ښه لوبه کړې وه او داسې ښکاري چې هغوى به پر خپل ځاى پاتې کيږي.

محمد شهزاد که څه هم د ويکټ ساتنې پر وخت ټپي شوى و خو د منډه جوړولو پر وخت سم ښکارېدۀ او ښايي بيا هم په لوبه کې گډون وکړي.

١٩ کلن کيڼ لاسى نجيب ځدراڼ له هند سره په لوبه کې ټپي شوى و د هغه ځاى ښايي د ١٩ کلنو د لوبډلې کپتان جاوېد احمدي ته ورسېږي.

افغان لوبډله ښايي بيا هم وغواړي چې لومړى انگلستان ورته منډې وکړي او دوى په يوۀ هدف پسې شي.

خو که د پچې پر وخت بخت ورسره ياري ونه کړه ډېر امکان شته چې لومړى خپله منډو ته اړ شي.

د انگلستان غوندې پېاوړې لوبډلې ته تر ١٤٠ منډو ډېر هدف ښايي د پام وړ وي خو دومره منډې ترلاسه کول اسانه خبره هم نه ده.

که د جمعې د ورځې د لوبې پايله هر څه وي افغان لوبغاړي به له هند سره د کړې لوبې له امله تر ډېره د نړۍ د کرېکټ مينه والو په زړۀ کې ځاى ولري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .