له شل اوريزو اتلوليو افغانستان ووت

د خپريدو وخت: 17:17 گرینویچ - جمعه 21 سپتمبر 2012 - 31 وږی 1391

افغان لوبډلې د پچې له گټلو وروسته د منډو بلنه ورکړه او پيل خورا ښه و.

انگلستان ١٩٦ پنځه وسوځېدل. افغانستان ٨٠ ټول لوبغاړي وسوځېدل.

انگلستان د ۲۰ اوريزو نړيوالو اتلوليو اتل هېواد دى. د دوى تېز بالران او تکړه منډه جوړونکي هر چا ته سرخوږي جوړوي.

افغان لوبډلې د پچې له گټلو وروسته د منډو بلنه ورکړه او پيل خورا ښه و.

شاپور ځدراڼ په اول اوور کې يوه منډه وکړه او د انگلستان لومړى لوبغاړى يې وسوځاوه.

تر څلورم اوور پورې انگرېز منډه جوړونکي د دولت او شاپور ځدراڼ له بالونو خورا په عذاب و.

د څلورم اوور په پاى کې انگلستان يوازې ١٥ منډې درلودې او يو لوبغاړى يې سوځېدلى و.

له هغه وروسته د دوى برلاسي او د افغان لوبډلې ستونزې پيل شوى.

لوک رايټ يوازې په ٥٥ توپونو ٩٩ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د افغانستان له خوا شاپور ځدراڼ او دولت ځدراڼ يو يو کس وسوځاوه او لږ منډې يې ورکړې.

خو تنکې بالر عزت الله دولتزى تر ټولو ډېر ووهل شو.

دۀ په ١٧ اوور کې ٣١ منډې ورکړې خو په خپلو درو اوورونو کې يې دوه کسه هم وسوځول.

د توپ راټولو او نيولو په چاره کې بيا افغان لوبډله زهيره ښکارېده.

د توپ راټولو او نيولو په چاره کې بيا افغان لوبډله زهيره ښکارېده.

کيچونه ولوېدل او عادي توپونه راونه گرځول شول. د انگلستان ١٩٦ منډى خورا ډېرى وې.

انگرېز تېز بالران د نړۍ د ډېرو لوبډلو لپاره اسانه نه دي. بې تجربې افغانانو ته خورا ډېر مشکل ښکاره شول.

يو وخت د ٢٦ منډو په لرلو د افغانستان اته لوبغاړي سوځېدلي و. داسې ښکارېدل چې د ۲۰ اوريزو لوبو تر ټولو بده ماتې به خوري.

خو چې تر ٣٥ منډو واوښتل له هغه پېغوره ووتل.

بل ريکارډ د ٦٧ منډو و چې په ۲۰ اوريزو لوبو کې تر ټولو کمې منډې وې او کينيا کړې وې.

گلبدين نايب ولاړ و او په څو پرله پسې شپږيزو يې افغان لوبډله له دغه پېغوره هم وايسته. گلبدين نايب او شاپور ځدراڼ د ٤١ منډو ملگرتيا وکړه.

په ۲۰ اوريزو لوبو کې د افغانستان تر ټولو کمې منډې ٨٠ وې چې په تېرو اتلوليو کې يې له سوېلي افريقا سره جوړې کړې وې.

د گلبدين خوندورې لوبې افغانستان له خپلو تر ټولو کمو منډو سره برابر کړ.

په تېرو نړيوالو اتلوليو کې نور علي ځدراڼ له هند سره پنځوسيزه کړې وه. دا ځل گلبدين نايب ٤٤ مندې وکړې.

ماتې بيا هم لويه وه خو افغان لوبډلې به زده کړي وي چې په ميدان کې توپ ټولول بايد ښه کړي او له تېزو بالرانو سره بايد ښه لوبه زده کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .