هند پاکستان ته په کرېکټ کې ماتې ورکړه

د خپريدو وخت: 17:54 گرینویچ - 30 سپتمبر 2012 - 09 تله 1391

په شلم اوور کې د پاکستان ټوله لوبډله يوازې په ١٢٨ منډو وسوځېده.

د کرېکټ د نړيوالو ۲۰ اوريزو اتلوليو په ترڅ کې پاکستان له هند څخه لويه ماتې وخوړه او نيمه پايلوبو ته رسېدا يې له پوښتنې سره مخامخ شوه. پاکستان هيڅکله په نړيوالو ۲۰ اوريزو اتلوليو او يا د يو ورځنيو نړويوالو اتلوليو کې له هند څخه لوبه نه ده گټلې.

خو دا ځل د پاکستان تېرو لوبو او د هند سياليو ته په پام سره گومان کېده چې خبره بدله شوې ده.

پاکستاني کپتان محمد حفيظ د پچې له گټلو وروسته خپله منډو ته ملا وتړله او ويل يې که ښه هدف وټاکي نو د دوى ورو يا سپين بالران يې دفاع کولى شي.

پاکستان ښه پيل درلود په لومړيو دوو اوورونو کې يې ٢٦ منډې کړې وې خو له هغه وروسته هر څه مخ په ځوړ شو.

په شلم اوور کې د پاکستان ټوله لوبډله يوازې په ١٢٨ منډو وسوځېده.

شاهد اپريدي چې د يوۀ لوبغاړي له سوځېدا وروسته لوبې ته را ووت يوازې ١٤ منډې وکړې او اوټ شو.

عمر گل هم د يوې شپږيزې او يو څلوريزې له کولو وروسته ستون شو.

په بالېنگ کې شاهد اپريدي يو کس وسوځاوه خو عمر گل ته څه په لاس ور نه غلل.

د هند له لوري ويرات کهولي خوندوره لوبه وکړه، دۀ له افغانستان سره پنځوسيزه کړې وه دلته يې په خپله پنځوسيزه برى يقيني کړ.

پاکستاني لوبغاړو لکه د افغان لوبغاړو غوندې څو کيچونه وغورځول خو که يې نه هم واى غورځولي هند بريالى ښکارېد.

هند د دويم پړاو خپله لومړنۍ لوبه له استراليا بايللې وه. دا لوبه که يې بايللې واى له اتلوليو وتله.

نه يوازې هند بلکې سوېلي افريقا به هم وتله چې د يکشنبې په ورح (سپتمبر/۳۰) يې خپله دويمه لوبه له استراليا وبايلله.

پاکستان بايد خپله وروستۍ لوبه له استراليا وگټي که يې و نه گټله له اتلوليو به يې کورته ستنېدل ډېر ممکن وي.

هند بايد خپله وروستۍ لوبه له سوېلي افريقا وگټي. په هغه حالت کې به هند څلور پواينټونه ولري او سوېلي افريقا به کور ته ستنېږي.

خو که استراليا پاکستان ته ماتې ورکړه او سوېلي افريقا له هند څخه وگټله نو په هغه حالت کې به پاکستان، سوېلي افريقا او هند درې واړه دوه دوه پواينټونه ولري او د منډو اوسط به نيمه پايلوبو ته د رسيدا لار وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .