امنیتي ننګونو د مصر فوټبال لوبې وځنډولې

د خپريدو وخت: 08:50 گرینویچ - سه شنبه 16 اکتوبر 2012 - 25 تله 1391
پورټ سعید

د پورټ سعید پېښه کې د لوبو ۷۶ هڅوونکي ووژل شول.

د مصر د فوټبال ټولنې ویلي، چې د امنیتي دلایلو له کبله یې د هېواد پرېمیر لیګ یا غوره لیګ کلنۍ سیالۍ ځنډولې دي.

د روان کال په فبرورۍ کې هغه وخت د فوټبال لوبې وځندول شوې چې اويا کسان پورټ سعيد کې د المصري کلب د پلويانو بريد کې ووژل شول.

د فوټبال مصرۍ ټولنه وايي، چارواکو ورسره اوس ددغو سیالیو په ترسره کولو موافق نه وو، همدا وه چې سیالۍ وځڼدول شوې.

دغې اتحادیې پر خپله انټرنېټ پاڼه کې ویلي چې امنیتي چارواکو ورسره نه ده منلې، چې پر راتلونکې چارشنبې –چې د لوبو د پیل ورځ ټاکل شوې وه- سیالۍ پیل شي.

سرچینه وايي، د ټولنې مشر د کورنیو چارو وزارت ته ویلي چې دا پرېکړه ومني، خو د چارواکو له لوري تراوسه ځواب نه دی ورغلی.

د فوټبال مصري چارواکو د لوبو د پیل نېټه نه ده ډاګیزه کړې.

دا دویم ځل دی چې چارواکي د لوبو مهال وېش ځنډوي.

په تېر دسمبر کې هم په لومړي ځل چارواکو ویلي وو چې د لوبو په ژوندۍ بڼې د خپرېدو له چارې سره موافق نه دي، همدا وو چې د لوبو پرمهال اړدوړ وشو او ګڼ کسان په کې ووژل شول.

د فوټبال مصري اتحادیه وايي، تر هغه به د سیالیو د پیل نېټه روښانه نه کړي، چې د پورټ سعید پېښه کې د ۷۰ وژل شوو تورن کسان قضايي چارواکو پړه نه وي پېژندلي او محکمې ته یې راکاږلي نه وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .