تندولکر وايي نورو لوبو ته هم پام وکړئ

د خپريدو وخت: 16:26 گرینویچ - شنبه‬ 20 اکتوبر 2012 - 29 تله 1391

سچن تندولکر د هند په سپورټ کې ځلانده ستورى او د گوتو په شمېر لوبغاړیو څخه يو دى.

سچن تندولکر د هند په سپورټ کې ځلانده ستورى او د گوتو په شمېر لوبغاړیو څخه يو دى چې د خپل مسلک هسکې څوکې ته ېې ځان رسولى دى.

د نړۍ يو د تر ټولو پراخه دېموکراسي به ښايي چې د اقتصادي زبرځواک څوکې ته رسيدلې وي خو د لوبو په ډگر کې ېې اوږده لاره په مخ کې ده.

هند په دې ورستيو کې د لندن اولمپيک په لوبو کې ٦ مډالونه وگټل.

ډېر څېړونکي وايي د هند حکومت د کرېکټ لوبې پرته د سپورت په نورو برخو کې د يوه بنسټيز جوړښت په رامنځ ته کېدو کې پاتې راغلى دى.

په هند کې ډېر ښوونځي د زده کونکو لپاره د لوبو ميدانونه نه لري.

د گوتو په شمېر ښونځي سپورتي کلبونه لري چې يوازې شتمن زده کونکي ېې د فيس ورکولو توان لري. دا ډول اسانتياوو ته د هلکانو په پرتله نجونې دېر لږ لاس رسى لري.

تندولکر غواړي په دې دود کې بدلون راشي.

نوموړي په درې مخيز ليک کې د هند پر حکومت غږ کړى چې د سپورټ په ډگر کې د هند د لاس ته راوړونو په اړه بايد ټول کوچنيان زده کړه ترلاسه کړي او دا بايد د تعليمي نصاب برخه وگرځوي.

د دې ترڅنگ په ټولو ښوونځيو کې فزيکي ښوونه بايد حتمي وي.

اننديتا راى چودري په کلکته کې د سپورت يوه ښوونکې ده وايي د ستونزې جړه مېندي او پلرونه دي.

"مېندې او پلرونه تل د خپل کوچني د راتلونکي په اړه فکر او اندېښنې لري او په سپورت کې د يوه کوچني راتلونکی خوندي او ډاډمن نه دى. موږ د هېواد په يو میليارد وگړو کې يو سچن تندولکر لرو".

د هند د کار او ټولنیزو چارو وزير کپيل سيبل له ښاغلي تندولکر څخه غوښتنه کړې چې د خپل پلان په برخه کې رسمي څرگندونې وکړي.

نوموړی د نورو وگړو په څېر هيله من دى چې تندولکر به داسې پو پلان او ستراتيژي جوړه کړي چې ترمخې ېې هند ته په سپورټ کې څو نور ستوري وروزي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .