اپريدی که مالیه ور نه کړي، جرمانه به شي

د خپريدو وخت: 20:36 گرینویچ - شنبه‬ 03 نومبر 2012 - 13 لړم 1391

د لوېدیځ له خوا پر پاکستان نیوکه کېږي چې له بډایه کسانو هغسې چې ښايي مالیه نه اخلي.

د پاکستان د کرېکټ پخوانی کپتان شاهد اپريدی او بل مشهور لوبغاړی یونس خان په هغو څلور کسانو کې شامل دي چې د مالیې د نه ورکولو له امله دوه اوونۍ وخت ورکړل شوی چې د خپلو عواید ماليه ورکړي کنه نو جرمانه به شي.

د مالیې ټولولو د ادارې چارواکي وايي یونس خان، شاهد اپريدی، عبدالرزاق او عمر اکمل د خپلو کلنیو قراردادونو او نورو عوایدو مالیه نه ده ورکړې.

له څلورواړو کرېکټ لوبغاړو غوښتل شوي چې له ۸۰۰۰۰۰ ډالرو چې شاخوا ۸۰ میلیونه کلدارې کېږي مالیه کې ورکړي.

دا څلور کسان د کرېکټ د هغو لوبغاړو په کتار کې شمارل کېږي چې د میاشتې ۳۱۳۰۰۰ (۳۱۳۰۰۰) کلدارې تنخواه اخلي.

د لوېدیځ له خوا پر پاکستان نیوکه کېږي چې له بډایه کسانو هغسې چې ښايي مالیه نه اخلي.

د مالیې ټولولو د ادارې یوه ویاند ویلي د روان کال په پیل کې د کرېکټ یو شمېر نورو لوبغاړو ته هم خبردارۍ ورکړل شوی و چې د خپلو عواید مالیې پرې کړي.

رپوټونه وايي چې د کرېکټ وتلي لوبغاړي کولای شي په ټیسټ میچونو کې ۳۷۵۰۰۰ (۳۷۵۰۰۰) او په یوه ورځنیو سیالیو کې ۲۷۵۰۰۰ (۲۷۵۰۰۰) کلدارې وګټي.

د لوېدیځ له خوا پر پاکستان د مالیې د راټولو په برخه کې له نیوکې سره سره شننونکي وايي له لوبغاړو او مشهورو کسانو څخه د مالیې د راټولو په برخه کې د حکومت چلند جدي شوی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .