افغان تکواندو لوبډلې څلور مډالونه وګټل

د خپريدو وخت: 05:47 گرینویچ - دوشنبه 19 نومبر 2012 - 29 لړم 1391

دغه سیالۍپه ترکیه کې پیل شوې، چې لاهم دوام لري.

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې د ترکيې په نړيوالو سياليو کې تر دې مهاله يو د سپينو زرو او درې د ژيړو مډالونه گټلي دي او لوبې لا هم روانې دي.

په دغو سياليو کې د افغانستان په گډون د ١٦ هيوادونو لوبډلو برخه اخستې ده.

د افغانستان د اولمپيک د ملي کوميټې د رسنيو د برخې مشر عارف پيمان پر دې اړه بي بي سي ته داسې څرگندونې وکړي:

''د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې چې د ترکیې په اوپن نړیواله سیالي کې یې ګډون کړی دی، تر اوسه پورې یوه د سپینو زرو او درې سیلور مډالونه ګټلي دي.''

نوموړی وايي دغه مډالونه میرویس کټوازي، فیصل عیار، عبدالرحمن امیني او محمد سهراب قریشي ګټلي دي.

دغه سیالۍپه ترکیه کې پیل شوې، چې لاهم دوام لري.

عارف پیمان زیاتوي، چې د افغانستان په لوبډله کې لس کسان او یو روزونکی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .