ممبۍ: انګلستان هند ته په ۱۰ وېکټو ماتې ورکړه

د خپريدو وخت: 08:54 گرینویچ - دوشنبه 26 نومبر 2012 - 06 لیندۍ 1391

هندوستان د دویمې ټیسټ لوبې پیل له ۱۱۷ منډو وکړ، په داسې حال کې چې اووه لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو.

په ممبۍ ښار کې د کریکټ سیالیو په لړ کې انګلستان په دویمه ټیسټ لوبه کې هندوستان ته په ۱۰ وېکټونو ماتې ورکړه او سیریز یې په یوه یوه برابر کړ.

د غوره بیټینګ له امله کیون پېټرسن ته د غوره لوبغاړي جایزه ډالۍ شوه.

په دویمه پاړۍ کې د هندوستان ټوله لوبډله له ۱۴۲ منډو جوړولو وروسته وسوځېده او انګلستان ته یې د ۵۷ منډو هدف وټاکه. انګلستان دغه هدف د لوبغاړو له سوځېدو پرته تر لاسه کړ او لوبه یې په ۱۰ وېکټو وګټله. کوک ۱۸ او کومپټن ۳۰ منډې جوړې کړې.

له دې مخکې د هند لوبډله د انګریز لوبغاړو د سپین بالنګ پر وړاندې په ګونډو شوه، خو یوازې اوپنر ګوتم ګمبیر تر ډېره حده مقاومت وکړ. نوموړی وروستی سوځېدونکی لوبغاړی و.

هندوستان د دویمې ټیسټ لوبې پیل له ۱۱۷ منډو وکړ، په داسې حال کې، چې اووه لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو. انګریز لوبغاړي وتوانیدل چې هندي لوبډله تر فشار لاندې وساتي. په ټولټال اسکور کې د یوې منډې له زیاتیدو وروسته، انګریز لوبغاړي سوان هربجن سنګ اوټ کړ.

پانیسر د ظهیر خان په سوځولو شپږم وېکټ تر لاسه کړ. سوان بیا خپل څلورم وکټ د ګمبیر په ایل بي ډبلیو کولو تر لاسه کړ.

ګمبیر د ۶۵ منډو په جوړولو بریالی شو. د لوبې په دریمه ورځ انګلس لوبډلې د الیسټر کوک او پېټرسن د سلیزو په وسیله د ۸۶ منډو مهم برلاسی تر لاسه کړ.

له دې وروسته د انګلس بالرانو، مونټي پانیسر او ګریم سوان د غوره بالنګ له امله په دویم اننګز کې د هندي لوبغاړو پښه وښویېده.

"په دویمه پاړۍ کې د هندوستان ټوله لوبډله له ۱۴۲ منډو جوړولو وروسته وسوځېده او انګلستان ته یې د ۵۷ منډو هدف وټاکه. انګلستان دغه هدف د لوبغاړو له سوځېدو پرته تر لاسه کړ او لوبه یې په ۱۰ وېکټو وګټله."

له اوپنر ګوتم ګمبیر پرته د هندوستان هیڅ لوبغاړی ونه توانید، چې د انګلس بالرانو پر وړاندې ودریږي.

په دې اننګ کې پانیسر پنځه او سوان دوه وېکټونه تر لاسه کړي دي. له ګمبیر اشون پرته هیڅ هندی لوبغاړی ونه توانید، چې دوه عددي اسکور ته ننوځي.

د هندوستان لومړی غورځېدونکی وېکټ د ویریندر سهیواګ و، چې خپله ۱۰۰ مه ټیسټ لوبه یې کوله.

نوموړي نهه منډې جوړې کړې او د پانیسر په توپ وسوځېد. په لومړي اننګ کې سلیزه جوړونکي چتېشور یوازې شپږ منډې جوړې کړې وې چې د سوان ښکار شو.

سچن ټنډولکر چې په اړه یې ویل کېږي، په کورني لوبغالي کې وروستۍ لوبه کوي له اتو منډو جوړولو وروسته یو ځل بیا د پانیسر په لاس اوټ شو.

ویراټ کوهلې ۷، یووراج سنګ ۸ او کپتان مهندرسنګ دهوني ۶ منډې جوړې کړې. کوهلې سوان وسوځاوه او دوه نور هندي لوبغاړي پانیسر وسوځول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .