افغان غېږ نیوونکې ډله پاکستان کې سیالي کوي

د خپريدو وخت: 12:27 گرینویچ - سه شنبه 04 ډسمبر 2012 - 14 لیندۍ 1391

د غېږ نیونې افغان لوبډله له اوو غړو جوړه ده.

د افغانستان د لرغونې دوديزې لوبې غيږ نيونې ملي لوبډله پر سې شنبې (دسمبر ۴) د پاکستان د سولې په جام کې د گډون په موخه هغه هېواد ته روانه شوه.

افغان لوبډله له ٧ لوبغاړو او دريو روزنکو جوړه ده، دا لوبې پرون پيل شوي دي او د روانې ميلادي مياشتې تر لسمې نيټې به روانې پاتې شي.

د افغانستان د اولمپيک د ملي کوميټې وياند مجيب الله رحماني وويل چې د افغانستان د غېږ نيونې ملي لوبډلې په دې وروستيو کې هم يو شمېر لاس ته راوړنې لرلې خو وايي هڅه يې داده، چې د اسيا او نړۍ په کچه د افغانستان د غيږ نيونې د ملي لوبډلې تير برم بيا را ژوندى کړي.

ښاغلي رحماني وويل چې د پاکستان د سولې په جام کې به يو شمير نور هيوادونه هم برخه اخلي، خو وايي تر دې مهاله نه پوهيږي چې دا به کوم هيوادونه وي،او شمير به يې پر کومه کچه وي.

ښاغلي رحماني وويل چې د افغانستان د جو دو ملي لوبډله هم پرون په اسيايي سياليو کې د گډون په موخه د بنگله ديش ډاکې ښار ته ولېږدېده، چې د نوموړي په وينا په دغو سياليو کې سربېره پر افغانستان د سويلي اسيا د ٧ نورو هيوادونو لوبډلې گډون لري، دغه لوبې په چارشنبې ددريو ورځو لپاره پيلېدونکې دي.

جودو هم اوس په پرتيلز ډول په افغانستان کې لږه څه پخوانۍ لوبه ده،چې وسمهال د اولمپيک د ملي کوميټې په جوړښت کې په ډيرو ولايتونو کې څانگې لري.

په کابل کې ددغه لوبې لپاره يو نوى او د چارواکو په وينا وسمهالى لوبغالى هم جوړ شوى دى.

د افغانستان د جودو لوبې يو شمېر لوبغاړو د ٢٠٠٤ او ٢٠١٢ ميلادي کلونو په اولمپيک لوبو کې هم ونډه اخیستې وه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .