افغان هینډبال لوبډله نیپال ته ځي

د خپريدو وخت: 04:07 گرینویچ - سه شنبه 11 ډسمبر 2012 - 21 لیندۍ 1391

په پام کې ده چې سربيره پر افغانستان د پنځو نورو هيوادونو لوبډلې هم په دغو سياليو کې برخه واخلي.

د افغانستان د هينډ بال د نارينه او ښځينه لوبغاړو ملي لوبډلې نن (سې شنبې/دسمبر ۱۱) ددغې لوبې په چيلينج جام کې د گډون په موخه نيپال ته ليږدي.

هينډ بال په افغانستان کې په پرتليز ډول يوه پخوانۍ لوبه ده،چې له نن څخه نهه څلويښت کاله مخکې په دغه هيواد کې دود شوې ده.

افغانستان وسمهال د ښځينه او نارينه ځوانانو دوه ملي لوبډلې لري، چې دواړه يې نن ددغې لوبې په چيلينج کپ کې د لوبيدو په موخه نيپال ته راونېدونکې دي.

هره لوبډله له څوارلس لوبغاړو جوړه ده.

ويل شوي دي چې سربيره پر افغانستان د پاکستان، هندوستان، نيپال، بنگله ديش او يمن لوبډلې هم په دغو سياليو کې برخه اخلي.

د افغانستان د اولمپيک د ملي گوميټې وياند مجيب الله رحماني بي بي سي ته وويل چې د هنډ بال افغان لوبډلې تير کال په اسيايي سيالو کې دويم ځاى خپل کړى و، چې په وينا يې دغه مخينه يې د چيلينج کپ په ترڅ کې هم بريا ته هيله من گرځوي.

هنډ بال له څو لسيزو راهيسې په افغانستان کې دود دى، او د اړوندو چارواکو په وينا سربېره پر کابل په لسو نورو ولايتونو کې هم سلگونه بلکې وايي ان زرگونه لوبغاړي لري.

د افغانستان د اولمپيک د ملي کوميټې چارواکي وايي چې په دغه هيواد کې اوس سربيره پر نارينه لوبډلو د ښځينه لوبغاړ لوبډلې هم مخ په ډيريدو،چې په وينا يې دا دواړه به په راتلونکې کې ملي لوبډلو ته پاخه بنسټونه جوړ کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .