محمد ظاهر اغبر د اولمپیک ملي کمیټې مشر وټاکل شو

د خپريدو وخت: 06:21 گرینویچ - 16 ډسمبر 2012 - 26 لیندۍ 1391

یواځې فلپین او جاپان له افغانستان څخه وړاندې په ۱۹۱۱ میلادي کال د المپیک د نړیوالي او آسیايي کمیټو غړیتوب تر لاسه کړی دی. وحید کارداني

محمد ظاهر اغبر د څلورو نورو کلونو لپاره د افغانستان د اولمپیک کمیټې د مشر په توګه وټاکل شو.

دې څوکۍ ته د یوې میرمنې په ګډون درې تنه نوماندان و چې یو یې له ټاکنو وړاندې له خپلې نوماندۍ لاس په سر شو.

دغه ټاکنې چې پرون( د ډسمبر۱۵) تر سره شوې د اسیا د اولمپیک د شورا او د یو شمېر کورنیو بنسټونو د استازو له خوا وڅارل شوې.

په دې ټاکنو کې د اولمپیک کمیټې مرستیال او مالي مسوول هم وټاکل شول.

په دغو ټاکنو کې چې دویم ځل لپاره د افغانستان د اولمپیک د ملي کمیټې د مشر د ټاکلو لپاره ترسره شوې ۵۴ تنو خپلې رایې وکارولې.

د رایه ورکوونکو زیاتره برخه د ورزشي فدراسیونونو مشران و.

په دې ټاکنو کې محمد ظاهر اغبر، امنه مستقیم او حفیظ الله هروي ځانونه کاندید کړي و، خو له ټاکنو وړاندې ښاغلی هروي له کاندید کېدو لاس په سر شو. په دې ټاکنو کې یواځې دوې رایې سپینې کارول شوې وې.

ښاغلي اغبر ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د سپورټ د لا ډېر پرمختګ لپاره کار وکړي.

د نوموړي په وینا "په جدي توګه به پر څو مډال راوړونکو فدراسیونونو کار پیل شي، د ورزشي ځایونو جوړول او هغه څه چې تر اوسه شوې هغه به هم دوام ولري، تاسې تر پرونه پورې په سماوارونو کې اوسیدﺉ، خو اوس تر ټولو ښه ملیمستونونه لری، د افغانستان ګالف چې اوږد تاریخ لري اوس خپل ځای لري چې د رغولو چارې به یې ډیر ژر بشپړې شي، د افغانستان فوټبال چې لکونه کسان لري ځای نه درلود خو اوس په لسګونونو لوبغالي لري، دغه راز نور سپورټونه، د افغانستان تکواندو نن د نړۍ اتل دی تر اوسه ځای نه لري اکثره فدراسیونونو ته ځای ځانګړی شوی او دا پروسه به دوام ولري."

محمد ظاهر اغبر په تیرو درې نیمو کالونو کې د افغانستان د ملي اولمپیک د کمیټې لاس ته راوړنې د پام وړ وبللې.

" په اوو کلونو کې افغانستان ۳۵۰ مډالونه او ۳۹۰ بهرني سفرونه لرل خو په درې نیمو کلونو کې ۸۳۵ مډالونه ترلاسه او ۲۰۹۷ بهرني سفرونه شوي دي. دغه راز په دې موده کې د اسیا له ډله ییزو لوبو افغانستان یو دسرو زرو مډال ترلاسه کړی چې د افغانستان او اسیا په تاریخ کې ساری نه لري دغه مډال د اسیايي ساحلي لوبو په برخه کې و."

د ملي اولمپیک د کمیټۍ ریاست ته کاندیده امنه جاوید چې یوه رایه یې هم تر لاسه نه کړه یواځې نوماندي یې د ځان لپاره لویه لاس ته راوړنه وبلله.

"زه د خوښۍ احساس کوم چې د افغان مېرمنو لپاره دا زمینه برابره شوې چې د لوړو پوسټونو لپاره په ازاده ډول خپل ځان کاندید کړي.‎ د رایې تر لاسه کول او یا نه تر لاسه کول مهم نه دي دا د ویاړ ځای دی چې په ټولنه کې د افغان مېرمنې رول جوت دی."

د اولمپیک د ملي کمیټۍ د مرستیال څوکۍ لپاره پنځه تنه کاندیدان و چې جان علم د ۴۱ رایو په ترلاسه کولو بریالی اعلان شو. دغه راز د اداري او مالي ریاست څوکۍ لپاره له دوه کاندیدانو څخه سمیر اصغري د ۲۸ رایو په خپلولو دغه ریاست ته وټاکل شو.

د افغانستان د ملي اولمپیک د کمیټې د مشرتابه د ټاکلو په پروسه کې د روڼتیا د نشتوالي په اړه یو شمېر اندېښنې شته. یوه اندېښنه داده چې ولې د ښاغلي اغبر د څلور کلنې دورې له بشپړیدو وړاندې ټاکنې وشوې ؟

"د افغانستان د ملي اولمپیک کمیټۍ په ۱۹۳۵ میلادي کال کې د اسیاد اولمپیک د شورا غړیتوب ترلاسه کړ او له هغه یو کال وړاندې یې د اولمپیک د نړیوالې کمیتۍ غړیتوب ترلاسه کړی و. "

وحید کارداني

د ملي اولمپیک د کمیټې پخوانی غړی سید محمود ضیاء دشتي هم له دغو کسانو دی څخه یو دی، چې وايي.

"دا ټاکنې مشروعیت نه لري ځکه چې وخت یې نه دی بشپړ شوی. دغه راز د اساس نامې سره سم نه دي ترسره شوي ، هر څومره مو چې وغوښتل د اولمپیک د ملي کمیتې اساس نامه چا رانه کړه، دا په دې معنی ده چې هغوی اساسنامه نه لري او د اساسنامې له مخې ټاکنې نه دي شوې، د دې دواړو خبرو په نظر کې نیولو سره دا ټاکنې د پوښتنې وړ دي."

دغه ټاکنې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون، ملي شورا او حکومتي استازو او د اولمپیک د اسیايي کمیټې په ګډون د یو شمېر بنسټونو له خوا وڅارل شوې .

د اولمپیک د اسیايي کمیټې استازي وحید کارداني کابل ته د خپل سفر او د افغانستان د اولمپیک د ملي کمیټې په اړه وویل.

"د اولمپیک د اسیايي کمیټې له خوا د افغانستان د ملي اولمپیک د کمیټې د ټاکنو لپاره دلته راغلی یم، او خوشاله یم چې نن د افغانستان د سپورټي مشرانو او د دې تاریخي هېواد د وارثانو په منځ کې یم. د افغانستان د ملي اولمپیک کمیټې په ۱۹۳۵ میلادي کال کې د اسیاد اولمپیک د شورا غړیتوب ترلاسه کړ او له هغه یو کال وړاندې یې د اولمپیک د نړیوالې کمیتې غړیتوب ترلاسه کړی و. که یې پرتله کړو نو ایران او کوریا په ۱۹۴۷ کال کې اولمپیک کمیټې جوړې کړې چین په ۱۹۷۹ کال کې د اولمپیک د نړیوالې کمیتې غړیتوب تر لاسه کړ خو افغانستان کلونه وړاندې دا ډول عضویت درلود."

د ښاغلي کارداني په وینا په اسیا کې یواځې فلپین او جاپان له افغانستان څخه وړاندې په ۱۹۱۱ میلادي کال د اولمپیک د نړیوالي او آسیايي کمیټو غړیتوب تر لاسه کړی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .