هند په خپل کور کې له انگلستانه کرېکټ وبايلود

د خپريدو وخت: 10:47 گرینویچ - دوشنبه 17 ډسمبر 2012 - 27 لیندۍ 1391

د انگلستان کرېکټ لوبډلې وروسته له ٢٧ کلونو د هند په خاوره د پنځه ورځنيو لوبو لړۍ وگټله

د انگلستان کرېکټ لوبډلې وروسته له ٢٧ کلونو د هند په خاوره د پنځه ورځنيو لوبو لړۍ وگټله. دوى د څلورو لوبو په ترڅ کې دوه يو برى وموند.

د انگلستان کرېکټ لوبډلې په نژدې درو لسيزو کې په لومړي ځل د هند په خاوره د پنځه ورځنيو لوبو لړۍ وگټله.

د څلورو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه نن دوشنبه ( د ډسمبر ١٧مه) په ناگپور کې مساوي ختمه شوه.

په دې لوبه کې چې انگلستان پچه گټلې وه او لومړى يې خپله منډو ته زړۀ ښه کړى و خورا ښه لوبه وکړه.

په اول وار انگلستان ٣٣٠ منډې وکړې چې د پيټرسن او روټ دواړو له خوا په کې تر ٧٠ ډيرې منډې وشوې.

په ځواب کې هند ٣٢٦ منډې درلودې او نهه لوبغاړي يې سوځېدلي وو خو په دې هيله چې لوبه وگټي هند انگلستان ته لوبه پرېښوده.

د انگلستان دويم نوبت د ټراټ د ١٤٣ او د اين بېل د ١١٦ ناسوځېدلو منډو له امله په ٣٥٢ منډو ولاړ و چې وخت پاى ته ورسېد او لوبه مساوي شوه.

تر دې وړاندې د دغې لړۍ لومړۍ لوبه هند په اسانۍ وگټله.

انگلستان له هنده په هند کې په تېرو ٢٧ کلونو کې د پنځه ورځنيو لوبو لړۍ نه وه گټلې او داسې اټکلونه وو چې دا ځل به هم هند برلاسى وي.

دغه اټکل هغه وخت لا پياوړى شو چې د روان ميلادي کال په پيل کې انگلستان له پاکستان څخه په اماراتو کې د درو پنځه ورځنيو لوبو لړۍ درې صفر وبايلله او ورپسې يې په سرېلنکا کې د دوو لوبو لړۍ يو په يو مساوي کړه.

ډېرو دا گومان لارۀ چې انگرېز لوبغاړي د سپېن يا ورو بالرانو په وړاندې ښه لوبه نه شي کولاى.

خو انگلستان په ځانگړې توگه د کپتان کوک د ښې لوبې له امله دغه اټکلونه غلط ثابت کړل.

کوک په دې لړۍ کې تر ٥٠٠ ډېرې منډې وکړې چې درې په کې سليزې وې.

د انگلستان ورو بالران سوان او پنيسار هم په دې سياليو کې وځلېدل.

سوان ٢٠ او پنيسار ١٧ لوبغاړي وسوځول.

هند تېر کال په انگلستان کې د څلورو لوبو لړۍ څلور صفر بايللې وه.

خو ځينو لوبغاړو يې ويل چې په خپل کور به انگلستان ته لويه ماتې ورکوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .