په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې انګلستان هند مات کړ

د خپريدو وخت: 22:15 گرینویچ - شنبه‬ 22 ډسمبر 2012 - 02 مرغومی 1391

د لوبې پچه انګلستان وګټله او هند ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د انګلستان کرېکټ لوبډلې په دویمه شل اوریزه لوبه کې هندوستان ته ماتې ورکړه اوپه دې توګه یې د لومړۍ لوبې د ماتې غچ واخیست.

د هند او انګلستان ترمنځ دغه لوبه د هندوستان د ممبۍ ایالت په وانکهیډې لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې پچه انګلستان وګټله او هند ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د هند له اړخه د لوبې پیل ګوتهم ګهمبهیر او اجنتا ریهاني وکړ.

پیل یې ډېر ښه نه و او یوازې په اوو منډو یې لومړی توپ وهونکی ریهاني وسوځېد.

ریحاني چې په لومړۍ لوبه کې هم ډېر نه و ځلېدلې او تر فشار لاندې و ۳ منډې جوړې کړې او تېز توپ اچوونکي ډارنبیچ اوټ کړ.

تر ریحاني وروسته کوهلي اوګمبهیر ښه لوبه وکړه او د منډو شمېر یې تر۶۴ ورساوه.

کوهلي د لوبې په اتم اوور کې د سټیورټ میکر په توپ اوټ شو.

نوموړي ۳۸ منډې وکړې. د کوهلي ترڅنګ د هند کپتان مهندرسنګ دهوني هم ۳۸ منډې جوړې کړې او وسوځېد.

د هند لوبډلې په ټولو شلو اورونو کې د ۸ وېکټو پر مټ ۱۷۷ منډې جوړې کړې او انګلستان ته یې د ګټې لپاره ۱۷۸ هدف وټاکه چې د شلو اورونو په لوبه کې خورا لوی هدف بلل کېږي.

د انګلستان په توپ اچوونکو کې ډرن بیچ او لیوک رایټ دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د انګلستان توپ وهونکو د لوبې ډېر ښه پیل وکړ او له لومړي اور څخه یې فشار پر هندي توپ اچوونکو واچاوه.

انګلستان خپل لومړی توپ وهونکی په ۸۰ منډوله لاسه ورکړ. مایکل لامب چې د ۲ شپږیزو او ۶ څلوریزو پر مټ ۵۰ منډې وکړې، په ۹ اوور کې د یوراج سنګ په توپ وسوځېده.

د مایکل لامب د پیل ملګري ایلیکس هیل هم ښه توپ وهنه وکړه او ۴۲ منډې یې جوړې کړې، خو د لوبې اصلي ستوری د لوبډلې کپتان ایون مورګن و چې په اړین وخت کې یې خورا تېزه لوبه وکړه او د انګلستان په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

مورګن ۴۹ منډې جوړې کړې او تر پایه ناسوځېدلې پاتې شو.

انګلستان دغه هدف د شلم اوور په وروستي توپ ترلاسه کړ.

د لوبې وروستۍ صحنې ډېرې په زړه پورې او جالبې وې. په وروستي توپ دریو منډو ته اړتیا وه خو مورګن شپږیزه ووهله او درې منډې یې پر هند ور زیاتې کړې.

مورګن د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د انګلستان او هند ترمنځ د شل اوریزو لوبو دغه لړۍ مساوي پای ته ورسېده.

تر دې وړاندې په ټیسټ لوبو کې انګلستان هند ته ماتې ورکړې وه.

د څو ورځو له دمې وروسته به دواړه لوبډلې یو وار بیا په پنځو یو ورځنیو لوبو کې سره مخامخېږي.

د کرېکټ شننونکو په اند که څه هم لوبې د هندیانو په خپل هېواد کې تر سره کېږي خو تر هند د انګلیس لوبغاړو مورال لوړ دی او دا به ورته په یو ورځنیو سیالیو کې ګټوروي.

د انګلستان او هند ترمنځ د یو ورځنیو لوبو ټاکل شوی مهال وېش

لومړۍ لوبه:

سورا شتره کرېکټ لوبغالی، راجکوټ. د انګلستان په محلي وخت به سهار ۶:۳۰ بجې پیل شي

دویمه لوبه:

دغه لوبه به د هندوستان د کوچي ایالت په نهرو لوبغالي کې ترسره شي. د انګلستان پر وخت سهار ۶:۳۰ بجې پیلېږي

درېیمه لوبه

هیچ اي سي د کرېکټ نړیوال لوبغالی، رانچي. د انګلستان پر وخت ۶:۳۰ بجې

څلورمه لوبه

دغه لوبه به د هند د موهالي ایالت په چندي ګړ ښار کې تر سره شي.

پنځمه لوبه

وروستۍ لوبه به د مهال وېش له مخې د درمشاله په هیماچل پردېش لوبغالي کې تر سره شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .