سچن ټنډولکر له یو ورځنیو لوبو د استعفا اعلان وکړ

د خپريدو وخت: 09:00 گرینویچ - 23 ډسمبر 2012 - 03 مرغومی 1391
سچن ټنډولکر

۳۹ کلن سچن ټنډولکر د انګلستان په وړاندې په مخکنیو سیالیو کې ونه ځلېد.

د هند مشهور کرېکټ لوبغاړي سچن ټنډولکر له یو ورځنیو نړیوالو لوبو خپله استعفا اعلان کړه.

ټنډولکر یوه مشهوره منډه جوړونکي څېره ده چې د تېر کال نړیوالو سیالیو په ګټلو کې یې پراخه ونډه لرله. خو اوس یې پریکړه کړې چې له یو ورځینو سیالیو استعفا وکړي.

ټنډولکر په نړیواله کچه ډېرې منډې جوړې کړې دي. د هغه د منډو شمېر تر اتلس زرو اوړي.

ده په خپل سپورتي ژوند کې ۴۹ سلیېزې او ۹۶ پنځوسیزې وهلي دي.

خو په ورستیو پنځه ورځینو لوبو کې چې له انګلستان سره یې درلودې ښه ونه ځلېد.

دا لا نه ده معلومه چې ټنډولکر به په راتلونکو پنځه ورځینو سیالو کې ګډون وکړي که نه.

هغه په یو ورځنیو لوبو کې ۱۵۴ ویکټې هم اخیستې وې.

سچن ټنډولکر تر ټولو ډېرې ویکټې په ۱۹۹۸ کال کې له استرالیا سره په لوبه کې اخیستې وې چې د ۳۲ منډو په وړاندې یې پنځه ویکټې غورځولې وې.

د ویسټ انډیز پخوانی کپتان سر رچارډ ویون ویلي، یوازې سچن ټنډولکر خپله دا پرېکړه کولای شي چې څه مهال کرېکټ پرېږدي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .