پاکستان په کرېکټ شل اورېزه لوبه کې هند مات کړ

د خپريدو وخت: 17:18 گرینویچ - سه شنبه 25 ډسمبر 2012 - 05 مرغومی 1391

هندي لوبغاړي د شلو اورونو په لومړۍ سیالې کې د پښتونخوا عمر گل او د پنجاب سعيد اجمل ته ټينگ نه شول.

د هند او پاکستان ترمنځ له پنځه کلن ځنډ وروسته د کرېکټ سياليو د لړۍ لومړۍ لوبه په بنګلور کې د کوربه هېواد په ماتې پاى ته ورسېده.

دې شل اورېزې لوبې ته له ډېره وخته د خلکو سترگې وې.

هند له پاکستان سره په ممبۍ کې د ٢٠٠٨ کال له ترهگر بريد وروسته له کرېکټ لوبو لاس اخيستى و.

خو اوس په خورا کلک امنيت کې دا لوبه ترسره شوه او تر پايه څوک نه پوهېدل چې بريالى به په کې څوک وي.

پاکستان پچه وگټله او لومړى يې هند ته د منډو بلنه ورکړه.

هند داسې تېزه لوبه پيل کړه چې د پاکستان پرېکړه پرې ناسمه برېښېده.

يو وخت هند ٧٠ منډې درلودې او يو لوبغاړى يې سوځېدلى و.

گمبير او راهينا د ٤٣ او ٤٢ منډو په کولو خورا ښه لوبه کړې وه.

خو د دوى دوو له سوځېدا سره سم د هند نور لوبغاړي د پښتونخوا عمر گل او د پنجاب سعيد اجمل ته ټينگ نه شول.

عمر گل درې کسه او سعيد اجمل دوه کسه وسوځول.

شاهد اپريدي او عرفان يو يو کس ستون کړ او په دې توگه هند يوازې ١٣٣ منډې وکړې.

په ځواب کې پاکستان د ١٢ منډو په ترلاسه کولو درې لوبغاړي له لاسه ورکړل.

داسې ښکاريدل چې پاکستان به په اسانۍ دا لوبه وبايلي.

خو کپتان حفيظ او شعيب ملک د ١٠٤ منډو ملگرتيا وکړه.

کله چې حفيظ د ٦١ منډو په کولو وسوځېد پاکستان بيا ټکنى ښکاره شو خو شعيب ملک د خپلې دريمې شپږيزې په مرسته لوبه د پاکستان په گټه تمامه کړه.

اوس به د دواړو هېوادونو ترمنځ يوه بله شل اورېزه لوبه کيږي.

تر هغې وروسته به درې يو ورځنۍ لوبې ترسره شي.

که پايله هر څه وي د دغو دواړو په کريکټ مينو هېوادونو لپاره غوره خبره دا ده چې يو وار بيا يې خپل منځي کريکټ سيالۍ پيل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .