یوه ورځنیو کرېکټ سیالیو کې ملي لوبډله بریالۍ شوه

د خپريدو وخت: 12:47 گرینویچ - 06 جنوري 2013 - 17 مرغومی 1391

په وروستۍ لوبه کې لومړى الف لوبډلې په ټاکل شويو ۳۰ اوورونو کې د ټولو ۱۰ لوبغاړ په سوځېدو سره يو ۱۶۲ منډې هدف وټاکه چې ملي لوبډلې د يوۀ لوبغاړي په سوځېدو سره ځان موخې ته ورساوۀ.

ننگرهار ولايت کې د افغانستان د کرېکټ د ملي او الف لوبډلو تر منځ پیل شوې درې، يو ورځنۍ سيالۍ د ملي لوبډلې په گټه سره پاى ته ورسېدې.

په وروستۍ لوبه کې لومړى الف لوبډلې په ټاکل شويو ۳۰ اوورونو کې د ټولو ۱۰ لوبغاړ په سوځېدو سره يو ۱۶۲ منډې هدف وټاکه چې ملي لوبډلې د يوۀ لوبغاړي په سوځېدو سره ځان موخې ته ورساوۀ.

د ملي لوبډلې مشرنوروز منگل په نه سوځېدو سره يو ۱۰۷ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړي وبلل شو. د افغانستان د کرېکټ د ملي او الف لوبډلو تر منځ د دغو دريو، يوه ورځنيو سياليو بهير د ننگرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې تر سره شو.

لومړۍ لوبه د تېرې چهارشنبې پر ورځ تر سره شوې وه،چې ملي لوبډلې وگټله،خو په دويمه لوبه کې چې د جمعې پر ورځ تر سره شوه، بخت له الف لوبډلې سره ملتيا وکړه او د خپل هيواد ملي لوبډله يې ماته کړه.

خو دادى وروستۍ لوبه ملي لوبډلې وگټله او د يو پر وړاندې په دوو بريو سره د سياليو اتله شوه.

پچه الف لوبډلې وگټله او غوره يې وبلله چې په پيل کې خپله منډې وکړي، چې په ټاکل شويو ٣٠ اورونو کې يې ١٦٢ منډې هدف وټاکه خو ملي لوبډلې ايله د يوۀ لوبغاړي په سوځېدو سره ځان د گټې تر کوره ورساوۀ.

د افغان کرېکټ بورډ مشر شهزاده مسعود د لوبې له ډگره بي بي سي ته وويل چې د ملي لوبډلې تمرينونه،الف لوبډلې ته وړ لوبغاړي په نښه کول او د دواړو لوبډلو تجربو شريکولو ته لاره هوارول د دغه لوبيز بهير له موخو وو.

"د ملي لوبډلې مشر نوروز منگل په وروستۍ لوبه کې ١٠٧ منډې وکړي او تر وروستۍ شيبې ونه سوځېد، چې پر هم دې بنسټ د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو."

د افغانستان د کرېکټ بورډ د رسنيو د برخې مشر فريد هوتک بيا د غازي امان الله خان له لوبغالي راته وويل چې د سياليو په پايله کې کرېکټ بورډ وتليو لوبغاړو ته يو شمېر جايزې او جامونه هم ورکړل، وايي همدا راز يوه خصوصي مخابراتي شرکت لومړۍ راغلې لوبډلې ته ۵۰ زره او دويمې ته ۲۵ زره افغانۍ ورکړې.

د ملي لوبډلې مشر نوروز منگل په وروستۍ لوبه کې ١٠٧ منډې وکړي او تر وروستۍ شيبې ونه سوځېد، چې پر هم دې بنسټ د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

اړوند چارواکو وويل سره له دې چې په ننگرهار کې ښوونيز بنسټونه پرانستي دي، خو وايي بيا هم د هرې لوبې د نندارې لپاره زرگونه نندارچيان ورتلل.

په پام کې ده چې تر دې وروسته د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د تمرينونو لپاره يوۀ گاونډي هېواد ته ولېږدي چې ځانونه د سکاټلينډ د لوبډلې سره سياليو ته چمتو کوي، ټاکل شوې چې دا لوبې نژدې دوې مياشتې وروسته په متحده عربي اماراتوکې تر سره شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .