مېسي څلورم ځل د کال غوره لوبغاړی شو

د خپريدو وخت: 23:04 گرینویچ - دوشنبه 07 جنوري 2013 - 18 مرغومی 1391

مېسي چې ۲۵ کلن دی، په ۲۰۱۲ کال کې يې ۹۱ ګولونه کړي

د برسلونا او ارجنټين مخکښ فوټبال لوبغاړي ليونېل مېسي د څلورم پرله پسې ځل لپاره د کال غوره لوبغاړي جايزه وګټله.

مېسي چې ۲۵ کلن دی، په ۲۰۱۲ کال کې يې ۹۱ ګولونه کړي، او د سږ کال غوره لوبغاړي جايزې ګټلو کې يې د خپل کلب ملګري لوبغاړي اندرېس اېنيسټا او د ريال مډريډ کريسټيانو رونالډو ته ماته ورکړه.

د مېسي له ډېرو ګولونو سره د کټالون دغه ستر فوټبال کلب ونه شوی کړی چې تېر کال يا د اسپانيا فوټبال ليګ او يا هم د اروپا اتلانو ليګ وګټي.

امريکايۍ فوټبال لوبغاړې (ابي ومباک) د ښځينه غوره لوبغاړې او د اسپانيا ملي لوبډلې روزونکي وېنسېنټې ډېل بوسکې د کال غوره روزونکي جايزه وګټله، په داسې حال کې چې د کال غوره لوبډله يوازې د اسپانيا د لا ليګا لوبغاړيو جوړ شوی دی.

مېسي په هغو مراسمو کې چې د سويزرلنډ په زيوريخ کې د دوشنبې پر ورځ جوړ شوي وو، د کال غوره لوبغاړي ګټونکی اعلان او د طلايي پنډوسکي جايزه ورکړل شوه.

دی د جايزې لپاره د دريو نارينه لوبغاړيو پای نوملړ کې و، چې د منځ لوبغاړی اېنيسټا او مخکښ لوبغاړی رونالدو هم ورسره وو.

د پای نوملړ لوبغاړيو ته خبريالان، د ملي لوبډلو روزونکي او د لوبډلو کاپټنان رايې ورکوي.

مېسي لومړی لوبغاړی دی چې دغه جايزه د څلورم پرله پسې ځل لپاره ګټي، او هغه ريکارډ يې مات کړ، چې ده د فرانسې پخواني لوبغاړي او د اروپا فوټبال ټولنې مشر مېشل پلاټيني سره يې په ګډه درلود.

دغه ارجنټيني لوبغاړي د جايزې له ترلاسه کولو وروسته وويل: "که ريښتيا ووايم، د نه باور وړ خبره ده، څلورمه جايزه چې زه يې اخلم له کلمو ستره ده."

پر مېسي (منځ کې) سربېره د جايزې لپاره د دريو نارينه لوبغاړيو پای نوملړ کې مخکښ لوبغاړی رونالدو (ښی لور) او د منځ لوبغاړی اېنيسټا (کيڼ لور) هم وو

مېسي جايزې لپاره رايه ورکولو کې ۴۱.۶ سلنه رايې، ورپسې روانالډو ۲۳.۶۸ سلنه رايې او اېنيېسټا ۱۰.۹۱ سلنه رايې ګټلې وې.

مېسي له دې وړاندې دغه جايزه په خپله پخوانۍ بڼه په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کې ګټلې وه، او بيا وروسته له هغه چې د فرانس فوټبال مجلې له جايزې سره ګډه شوه، په ۲۰۱۱ کال کې په نوې بڼه ګټلې وه.

له ده مخکې برازيلي رونالډو او فرانسوي لوبغاړي زين الدين زيدان پخوانۍ جايزه هر يوه دری ځله ګټلې وه، خو پرله پسې کلونو کې نه وه.

پر دې سربېره مېسي د جرمني لوبغاړي ګېرډ مولر د۱۹۷۲ کال ۸۵ ګولونو ريکارډ هم مات کړ، او د کال اوږدو کې يې د خپل کلب او هېواد لپاره ۶۹ لوبو کې د برسلونا لپاره ۷۹ ګولونه او د ارجنټين لپاره ۱۲ ګولونه وکړل.

امريکايۍ فوټبال لوبغاړې وامباک چې د کال غوره ښځينه لوبغاړې جايزه يې ګټلې، په ۲۰۰۲ کال له ميا هام راهيسې لومړۍ امريکايۍ ده چې دغه جايزه ګټي.

د کال غوره ګول جايزه د سلواکيا ميروسلاف سټوک وګټله چې د ترکيې د فناربخشه کلب لپاره لوبه کوي.

د رڼې لوبې جايزه بيا د ازبکستان فوټبال لوبډلې وګټله.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .