کرېکټ: سویلي افریقا سیریز وګاټه

د خپريدو وخت: 13:37 گرینویچ - دوشنبه 14 جنوري 2013 - 25 مرغومی 1391

د لومړي اننګ په اوږدو کې د نیوزیلنډ لوبغاړو بریس ویل درې او کولن منرو دوه لوبغاړي وسوځول.

پورټ الیزابت سټدیوم کې د کریکیټ په د دویمې ټیسټ سیالیو په لړ کې جنوبي افریقا نیوزیلنډ ته د یوه اننګ او ۱۹۳ منډو په څرګند توپیر سره ماتې ورکړه او سیالۍ یې د دوه په صفر وګټله.

د نیوزلینډ ټوله لوبډله د دویمې پاړۍ په پای کې له ۲۱۱ منډو جوړولو وروسته وسوځېده.

د نیوزیلنډ لوبغاړي واټلنګ د ۱۱ څلوریزو په مرسته ۶۴ منډې او براون لي د اتو څلوریزو په مرسته ۵۳ منډې جوړې کړې.

د سویلي افریقا لوبغاړو هر یوه ډیل سټین درې، مورکل، روري او پېټرسن دوه دوه او کېلس یو لوبغاړی وسوځاوه.

د لومړۍ پاړۍ په څېر په دویمه هغه کې هم د نیوزیلنډ د پنځو لوبغاړو د منډو شمېر له دوو عددونو پورته نه شو.

"د سویلي افریقا بالر ټیل سټین د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو. له دې مخکې د نیوزیلنډ ټوله لوبډله د سویلي افریقا د ۵۲۵ منډو په ځواب کې له ۱۲۱ منډو جوړولو وروسته د لوبې له ډګره بهر شوه."

د سویلي افریقا بالر ټیل سټین د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو. له دې مخکې د نیوزیلنډ ټوله لوبډله د سویلي افریقا د ۵۲۵ منډو په ځواب کې له ۱۲۱ منډو جوړولو وروسته د لوبې له ډګره بهر شوه.

د نیوزیلنډ له لوري د لومړۍ پاړۍ پر مهال واټلنګ۶۳ او ټرانټ بولټ ۱۷ منډې جوړې کړې. له دې دواړو لوبغاړو پرته د نیوزیلنډ هېڅ یو لوبغاړی ونه ځلید او یو په بل پسې د لوبې له ډګره ووتل.

د لومړي اننګ پر مهال د نیوزیلنډ د اوو لوبغاړو د منډو شمېر دوو عددو ته ونه رسېد.

د جنوبي افریقا له لوري د لومړي اننګ پر مهال ډیل سټین پنځه پېټرسن او روري دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

له دې مخکې سویلي افریقا د لومړي اننګ پر مهال له ۵۳۵ منډو جوړولو وروسته لوبه مقابل لوری ته ورکړه.

د سویلي افریقا لوبغاړو هاشم امله، ډین ایلګر او ډوپلیس وتوانیدل، چې سلیزې جوړې کړي.

د لومړي اننګ په اوږدو کې د نیوزیلنډ لوبغاړو بریس ویل درې او کولن منرو دوه لوبغاړي وسوځول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .