يو افغان کرېکټ کلب اماراتو ته ځي

د خپريدو وخت: 14:57 گرینویچ - سه شنبه 15 جنوري 2013 - 26 مرغومی 1391

دا سيالۍ د شارجې کرېکټ فدراسيون په نوښت د (ډي پي اېل) کرېکټ شل اووريزو په نامۀ د جنورۍ په ٢٥مه نېټه پيلېږي.

د افغانستان د کابل - کندز بازانو په نامۀ د کرېکټ يوکلب د متحده عربي اماراتو د شارجې په شل اووريزو سياليو کې ګډون ته ملا تړلې ده.

دا سيالۍ د شارجې کرېکټ فدراسيون په نوښت د (ډي پي اېل) کرېکټ شل اووريزو په نامۀ د جنورۍ په ٢٥مه نېټه پيلېږي او د مارچ په ٣٠مه پاى ته رسېږي .

د کرېکټ په دغو سياليو کې د افغانستان په ګډون د اوو هېوادونو، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سريلانکا، متحده عربي اماراتو او کويټ د بېلا بېلو ښارونو او کلبونو ٣٢ لوبډلې برخه اخلي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجرایيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد د شارجې په سياليو کې د افغانستان د يوې لوبډلې ګډون ښه پرمختګ ګڼلى او وايي له دې سره به د افغان لوبغاړو تجربې زياتې شي.

په شارجه کې د کرېکټ په يادو سياليو کې ګډون کوونکي ٣٢ لوبـډلې په اتو ګروپونو وېشل شوي، چې په هر ګروپ کې څلور لوبـډلې برخه اخلي.

د هر ګروپ ګټونکې لوبډله د دغو سياليو منځلوبو يا کوارټرفاينل ته لاره پيدا کوي او ګټونکې لوبډلې ته به ٥٠ زره اماراتي درهم د انعام په توګه ورکول کېږي.

په دې وروستيو کې د افغانستان کرېکټ بورډ دا هم ويلي و چې د کابل د يوۀ ښوونځي کرېکټ لوبډله به هند ته لېږي چې د هغه هېواد د ښوونځيو په سياليو کې برخه واخلي.

افغان کرېکټ چارواکي هيله من دي چې د دغو بېلا بېلو لوبډلو په لېږلو به نوي افغان ستوري ومومي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .