هند: د پاکستانۍ لوبډلې سیالۍ کټک کې تر سره کېږي

د خپريدو وخت: 08:05 گرینویچ - شنبه‬ 19 جنوري 2013 - 30 مرغومی 1391

د ښځو د کرېکټ نړیوال جام لپاره به اوس په ممبۍ او کټک ښارونو کې سیالۍ تر سره شي.

هند کې د سخت دریځو له ګواښونو وروسته پرېکړه شوې، چې د کرېکټ پاکستانۍ ښځینه لوبغاړې د ای سي سي د نړیوال جام لپاره د ډلو تر منځ خپل منځي سیالۍ په اړیسه ایالت کې تر سره کړي.

له دې مخکې په پام کې و، چې دغه سیالۍ به په ممبۍ کې تر سره شي، خو اوس ځايي چارواکو پرېکړه کړې، چې یادې سیالۍ د اړیسې په کټک ښار کې تر سره شي.

د (کرک انفو) له معلوماتو سره سم د پاکستانۍ لوبډلې سیالۍ د امنیتي ستونزو له امله په کټک کې تر سره کېږي.

د ښځو د کرېکټ نړیوال جام لپاره به اوس په ممبۍ او کټک ښارونو کې سیالۍ تر سره شي. د ناک اوټ پړاو د سیالیو لپاره تر اوسه ځای نه دی ټاکل شوی.

د هند د کرېکټ بورډ چارواکي وايي د (بي) ډلې سیالۍ به په کټک او د (ای) ډلې سیالۍ به په ممبۍ کې تر سره شي. د نړیوال جام لپاره به سیالۍ دوې اوونۍ دوام وکړي.

"تېره اوونۍ، ممبۍ کې د هند د سخت دریځي شیوسینا ګوند له احتجاجي مظاهرو وروسته د پاکستان د هاکي لوبډلې لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر ته وایستل شول، چې په هغه ځای کې یې تمرین کاوه."

په ای ډله کې د انګلستان، ویسټ انډیز، سریلانکا او په بي ډله کې اسټرالیا، نیوزیلنډ، پاکستان او سویلي افریقا کرېکټ لوبډلې ګډون کوي.

تېره اوونۍ، ممبۍ کې د هند د سخت دریځي شیوسینا ګوند له احتجاجي مظاهرو وروسته د پاکستان د هاکي لوبډلې لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر ته وایستل شول، چې په هغه ځای کې یې تمرین کاوه.

له هغه وروسته د هند د هاکي لوبې مسوولینو وویل، چې د هند او پاکستان تر منځ رامنځ ته شوي تاو تریخوالي ته په کتو سره پاکستاني لوبغاړي کولای شي، خپل هېواد ته ستانه شي او دوی ته به بشپړه حق الزحمه ورکړل شي.

هند کې له دوشنبې راهیسې د (هند هاکي لیګ) سیالۍ پیل شوې، چې یو شمېر ګډونوالو لوبډلو یې له نهه کسه پاکستاني لوبغاړو سره د حق الزحمې په بدل کې د لوبېدو هوکړه کړې وه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .