کرېکټ: سویلي افریقا بریا تر لاسه کړه

د خپريدو وخت: 09:20 گرینویچ - شنبه‬ 26 جنوري 2013 - 07 سلواغه 1391

د سویلي افریقا ګراهم سمیت د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

سویلي افریقا له سختې سیالۍ وروسته د یوې ورځنۍ کرېکټ سالیو دریمه او وروستۍ لوبه وګټله. سویلي افریقا نیوزیلنډ ته په یوه ویکیټ ماتې ورکړه. د جمعې په ورځ د لوبې په پیل کې نیوزیلنډ پچه وګټله او په ټاکلو ۵۰ اوورنو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۰ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې سویلي افریقا ټاکلی هدف په وروستي اوور کې تر لاسه کړ. د سویلي افریقا بالر میکلارن په وروستي توپ شپږیزه ووهله او خپلې لوبډلې ته یې بریا ور په برخه کړه.

د سویلي افریقا په بریا کې د ګراهم سمیت ونډه ډېره وه، چې د ۱۴ شپږیزو په مټ یې ۱۱۶ منډې جوړې کړې. د سویلي افریقا لوبغاړو کایل ملز، جیمز فرینکلن، میکلنګن او کین ویلمسن دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

له دې مخکې نیوزیلنډ د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۰ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلنډ لوبغاړ کولن منرو، ګرانټ ایلیټ او جیمز فرینکلن پنځوسیږې جوړې کړې. د سویلي افریقا له لوري سوټسوبې او میکلارن څلور، څلور لوبغاړي وسوځول. د سویلي افریقا ګراهم سمیت د لوبې غوره لوبغړی وبلل شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .