"هند کې مو په بایلود سربېره ډېر څه زده کړل"

د خپريدو وخت: 11:07 گرینویچ - دوشنبه 28 جنوري 2013 - 09 سلواغه 1391

که څه هم موږ دغه سیریز بایلود، خو له دې نه مو ډېر څه زده کړل. ایشلې جائلز

د انګلستان د یوه ورځني کرېکټ لوبډلې روزونکی ایشلې جائلزوايي، چې له هند نه د یوې ورځنیو لوبو د سیریز په بایلود سربېره دغه سیریز د دوی لپاره زیانمونکی نه و.

د پنځو یوه ورځنیو لوبو په لومړۍ لوبه کې انګلستان هند ته ماتې ورکړه، خو په پاتې درې لوبو کې له پرله پسې ماتې سره مخ شو.

انګلستان د دغې لړۍ په وروستۍ لوبه کې هند ته په اوو ویکیټونو ماتې ورکړه.

د ایشلې جاﺉلز په خبره په هغه سیریز کې پر ماتې سربېره، چې پروسږ کال په هند کې تر سره شو، انګلستان په اوسني سیریز کې په زړه پورې لوبه وکړه.

د نوموړي په وینا که څه هم موږ دغه سیریز بایلود، خو له دې نه مو ډېر څه زده کړل.

د ایشلې په وینا د دوی لپاره دغه لوبې خورا په زړه پورې وې.

هغه زیاته کړه په ځانګړې توګه د ده لپاره د یارک شایر کاونټي له لوري د لوبېدونکي لوبغاړي جوروټ لوبه خورا په زړه پورې وه.

د هغه په وینا ده ته معلومه نه وه، چې جو روټ ډېر ښه بېټینګ هم کولای شي.

د انګلستان د کرېکټ لوبډلې کپتان وايي جوروټ د غوره لوبغاړي کېدو ښه وړتیا لري. د یادونې ده، چې ۲۲ کلن جو روټ د هند په وړاندې لوبې نه خپله ټیسټ لوبه پیل کړه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .