افغان کریکټ لوبغاړي د اماراتو په سیالیو کې ښه وځلېدل

د خپريدو وخت: 10:59 گرینویچ - 03 فبروري 2013 - 15 سلواغه 1391

محمود شینواري په دغو لوبو کې درې پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

په متحدو عربو اماراتو کې د ۳۲ کریکټ کلپونو په سیالیو کې افغانستان په لومړي ځل برخه اخیستې وه.

له افغانستان څخه د کابل کندوز بازانو په نامه کریکټ لوبډلې په دغو سیالیو کې لوبه وکړه.

د کابل کندوز بازانو د کریکټ کلپ تنکیو او ځوانو لوبغاړو د خپل سي ګروپ له دریو لوبو دوه وګټلې او یوه یې د باران له کبله مساوه اعلان شوه.

د کابل بازانو کریکټ کلپ د خپلو دوو لوبو په ګټلو او له کومې ماتې پرته په خپل سي ګروپ کې لومړی مقام ترلاسه او د متحد عربو اماراتو د کورنيو سیالیو کوارټر فاینل یا منځلوبو ته لاره وکړه.

د دوی اوله لوبه د پاکستان د طلحه راولپنډۍ کلپ سره وه، د خرابې هوا له کبله د ۲۰ اورونو لوبه ۱۲ اورونو ته راکمه شوه، کابل کندوز بازانو په ټاکل شویو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو او د میرویس ځاځي د ۵۰ رنزونو پر مټ مخالفې غاړې ته د ۱۱۷ رنزونه هدف و ټاکه، خو د پاکستان د طلحه راولپنډۍ لوبډلې یوازې ۸۳ رنزونه وکړل او لوبه یې پر افغان لوبغاړو وبایلله.

محمود شینواري په دغو لوبو کې درې پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

د کابل کندوز بازانو دویمه لوبه د تېرې شنبې په ورځ د هند د ماترا په نامه له یوه بل کریکټ کلپ سره وه، چې افغان لوبغاړو پچه وګټله او په ۲۰ اورونو کې یې هندیانو ته د ۱۴۳ رنزونو هدف ورکړ، له افغان لوري اووه لوبغاړي سوځېدلي و او نواب عمرزي ۵۵ رنزونه کړي و.

ماترا کریکټ کلپ خپل ټول لوبغاړپه ۱۹ اورونو کې له لاسه ورکړل او یوازې یې ۱۳۵ رنزونه وکړل . افغان لوبغاړي زرجان په دغې لوبه کې ۳ هندي لوبغاړي هم وسوځول.

د کابل کندز بازانو وروستۍ او دریمه لوبه د کویکټ د خلیج له کریکټ کلپ سره وه، چې د موسم د خرابوالي له کبله ونشوه، خو دواړو خواوو ته یو یو نمبر ورکړل شو.

د متحدوایالتونو د ډیسیریټ پریمیر لیګ په نامه دغو سیالیو کې ټولټال ۳۲ کریکټ کلپونه لوبېږې او افغانانو ته په کې په لومړي ځل برخه ورکړل شوې وه، د ۳۲ کلپونو له ډلې یې اووه له بهرنیو هېوادونو ورځې او پاتې نور یې په خپله د متحدو عربو اماراتو کورني کریکټ کلپونه دي.

افغان کریکټ لوبغاړي سبا دوشنبه (۲-۴-۲۰۱۳ ) د کابل پر لورې راخوځېږي.

د کابل کندوز بازانو دلوبډلې روزونکی حاجی عزیزالله فضلي د بي بي سي پښتو وېپاڼې ته وویل: ''دغه لوبې د افغانستان لپاره له دې اړخه هم مهمې وې چې په لومړي ځل په کې د کلپ تر کچې افغان لوبغاړي بهرنیو سیالیو کې ولوبېدل، په دوی کې ځینو لوبغاړو ښه وړتیا وښوده چې د افغانستان د کریکټ لپاره یو ښه زیری دی''.

د کابل کندوز په کریکټ کلپ کې د افغانستان د الف او ۱۹ کلنو لوبډلو ځېنې لوبغاړي هم شامل و.

د دغو سیالیو د نورو ډلو ترمنځ د سیالیو بل پړاوو پیلېږي چې د سر لومړي کلپونه به یې منځلوبو ته لاره پېدا کوي، د دغو سیالیو منځلوبې د روان کال په دریمه میاشت مارچ کې شروع کیږي، چې له افغانستان د کنذور کابل بازانو لوبغاړي به ورته هم بلل کیږي، چې خپل بخت وازمايي.

افغان کریکټ لوبغاړي سبا دوشنبه (۲-۴-۲۰۱۳ ) د کابل پر لورې راخوځېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .